د لاسرسي ځای

خوست به له برېښنا سره په یوه صنعتي مرکز واوړي


د خوست والي د برېښنا کوټ بنسټکاڼی ږدي

د دوشنبې په ورځ د خوست د ورزې په سیمه کې د برېښنا د یو لوی سب ــ سټېشن د جوړولو د کار په پیل سره خوست ته د وارداتي برښنا د غځونې چارې عملاً شروع شوې.

د خوست چارواکي وايي، چې د وارداتي برښنا په دې پروژه، چې ۹۵ کیلومیټره اوږدوالی لري، یو سلو لس میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د اسیايي بانک لخوا ورکول کېږي.

خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې د دې پروژې کارونه به د څوارلسو میاشتو په موده کې بشپړ او د ۳۲ میګاواټه برېښنا په انتقال سره به له پنځوسو تر شپیتو زرو کورنۍ په برېښنا برخمنې شي.

د خوست والي د یادې پروژې د مشخصاتو په باب وویل:

"د پکتیا مرکز ګردیز نه تر خوست پورې د برېښنا د لېږد او سب سټیشنونو د جوړیدو عملي چارې پیل شوې، او نن يې د خوست د ورزې په سیمه کې په ۳۲ جریبه ځمکه کې چې د یو سب سټېشن چارې وې، رسماً يې چارې اغاز شوې، دا پروژه د لارې په اوږدو کې دوه سب سټیشنه چې یو يې د ځدراڼو ټنګي یا وازي ولسوالۍ کې او دویم يې دلته په وزې کې موقعیت لري، پدغه مسیر کې به ۲۷۰ ټاورې یا د برق پایې به جوړیږي."

د برېښنا کوټ ودانۍ
د برېښنا کوټ ودانۍ

د خوست والي وايي، یاد ولایت به د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فبروري تر میاشتې له اساسي برښنا برخمن شي:

"د دې کار د ۲۰۱۵ په نومبر کې شروع او چارې به یې د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې تکمیل شي، چې له نن وروسته به يې د څوارلسو میاشتو په موده کې ساختماني چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ددغو ترانسپرمونو په نصب او توسع سره به د خوست ډیری وګړي د برښنا نه برخمن شي."

خوست والي زیاتوي یاد ولایت به د دې پروژې په تطبیق سره په صنعتي ډګر کې یو وړاندې قدم واخلي.

ده د پروژې په قرارداد کوونکي انجیو غږ وکړ، چې د پروپوزل د محتوا او د قرارداد د شرایطو سره سم د پروژې کارونه سرته ورسوي، د دې ترڅنګ د برښنا د مزو په مسیر کې يې له پرتو خلکووغوښتل، چې د دې پروژې په عملي کولو او د امنیت په نیولو کې هم پوره همکاري وکړي.

لکیوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار وايي، پرمختګونه ټکنالوژی سره تړلي دي او ټکنالوژی برښنا ته ضرورت لري:

"کله چې موږ برښنا ولرو، دلته ډېر فرصتونه شته، هم د صنعت په برخه کې او هم د زراعت او تخنیک په برخه کې ځکه اوس هر څه په ټکنالوژۍ ولاړ دي او ټکنالوژي برښنا ته ضرورت لري، کله چې برښنا راځي دلته اقتصادي او صنعتي وده رامنځته کیږي او د خوست له فرصتونو ښه استفاده کیږي."

سپین روان نورزی وايي، په خوست کې د اساسي برښنا نشتون د صنعت او اساسي پرمختګ په مخکې اساسي ستونځه وه، چې د برښنا په لېږد سره به دا ولایت په یو ښه صنعتي او سودګریز مرکز بدل شي:

"په خوست کې یوه لویه نیمګړتیا او د اساسي پرمختګ په مخکې خنډ د برېښنا نشتون وو، اوس چې دا برښنا په دا څوارلسو میاشتو کې راځي، خوست به د تجارت په خوا کې یو صنعتي، ډېر پرمختللی او د ښه اقتصاد مرکز وګرځي."

یاده دې وي، برېښنا د خوست د خلکو د اساسي غوښتنو څخه وه، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې يې په پرلپسې توګه یادوله، ولسمشر اشرف غني هم د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په لږه موده کې خوست ته د برېښنا د لېږد ژمنه کړې وه، خو د بیلابیلو ستونځو له کبله د دې ژمنې د عملي کولو چارې تر اوسه ځنډیدلې وې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG