په کندهار کې د افغاني او ایراني تولیداتو ګډ درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.دغه درې ورځني نندارتون د ایران د بېلابېلو ...
د دوشنبې په د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۱۹میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پګواش په نامه ايټالوي ادارې ول حکومت پر ځای په حکومت کې يوه برخه غواړي. مشال ريډيو ته په ځانګړې توګه رسېدلې دې طرحه کې ۱۷ ټکي شامل دي. طالبانو دا طرحه ښه بللې خو افغان چارواکي وايي که وسله وال سوله غواړي نو حکومت سره دې مستقيم مذاکرات وکړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پاکستان ته به په یوازې ځان په وزیرستان کې د پیدا شویو جیولوجیکي ...
د کمپاین یو تن غړي برات خان څاروان مشال راډیو ته وویل، چې د سلګونو کسانو لخوا پوهنتون ته په وړیا ډول د کتابونو ورکولو وښوده، چې په خلکو کې هراړخیزه فکري بدلون رامنځته شوی دی.
افغان چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې يې په تېرو دولسو مياشتو کې د سختو عملياتو په کولو سره داعش وسله وال ځپلي او د دوی نيټ ورک يا شبکه يې ختمه کړې ده.
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډېورنډ کرښې او ګاونډیو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشري حق دی او کوم هېواد باید ترې خفه نشي. نوموړی وايي، د هېواد د پولو په تېره بیا د ډېورنډ کرښې او اوبو څخه افغانانو زیاتې ستونزې لیدلې دي.
وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې هلمند ته د کوټې شورا لېږد ردوي، خو وايي د دې ډلې ځينې وتلي قوماندانان له خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د ځينو اختلافاتو له کبله هلمند ته تللي دي.
دا ځل د خوست د یوه لیرې کلیوالي سیمې د یوې لرغونې کلا د لویدلي برج تر څنګ د ځوانانو، فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون د څړبن ادبي ټولنې په بلنه یوه ادبي دستوره جوړه شوې وه.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون چارواکې وايي چې سږ کال د یاد پوهتون له ۱۲ بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۸۵۰ تنو ځوانانو د څلور کلنې تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
امنیتي چارواکي وايي، چې د خوست ښار په یوه کور کې يې د مخابراتي غلاوو یوولس د سیم بکسونو دستګاوې او د بیلابیلو مخابراتي شبکو زرګونه سیم کارتونه نیولي دي.
په کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور د تېرې شپې په انتحاري او بیا وروسته په وسلهواله حمله کې اته تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته