نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، که چیرې د پاکستان حکومت دوی خپل ولس بولي، نو د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري UNHCR سره دې د یو درې اړخیز تفاهم لیک پر بنسټ د دوی ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.
په خوست کې خواوشا یوه لیسزه وړاندې په مرکز، ولسوالیو او حتی تر سرحدي سیمو پورې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې د هغه وخت د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا تر ۳۰۰ کیلومتره پورې سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شول.
د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي. چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ندي ورکړل شوي.
د خوست د ګلان په کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره UNHCR او نړیوال خوراکي سازمان لخوا میاشتنۍ مرستې کمې شوي او په روان ژمي کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو باندې د وسله والو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.
د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو قومي مخور وايي، چې د یادو ولسوالیو امنیت، بیارغونې او د اوسیدونکو لپاره د پوهنې او روغتیا په ګډون نورو ټولنیزو خدمتونو ته پاملرنه نه ده شوې.
د جمعې په ورځ په ګلان کېمپ کې سلګونو وزیرستانیو کډوالو د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یو قبایلي ځوان نقیب مسود وژل وغندل او د پاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې د هغه پر وژنی تورن د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار دې محکمې ته راکش کړي.
د خوست امنیتي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د پولیسو مبارزې ښه نتیجه ورکړې او تر ډېره په ښار او ولسوالیو کې د نشه يي موادو د پېر او پلور مخه نیول شوې ده.
د خوست قومي مخور او روڼ اندي وايي، چې په حکومتي ادارو کې د فساد شتون په ټولنه کې جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو ته لاره هواره کړې ده.
د خوست چارواکو له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې له پاکستان څخه یاد ولایت ته د چرګانود واردولو مخه ونیسي.
د لوګر د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر خبریالان او کارکوونکي وايي، یادې رسنۍ له اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخامخې دي او له همدې کبله تر اوسه دوې راډیوګانې او ګڼې چاپي خپرونې تړل شوي دي.
په پکتیکا کې سلو ښځو او دوه سوه نارینه وو ته د شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو وروسته د کار وسایل او د فارغیدو سندونه ورکړل شول.
د دوشنبې په ورځ په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د بازي غر او سنځلی دښتې پر سر د لسیزو قومي لانجه چې د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ د دواړو خواوو خواوشا ۶۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې وه، د سویل ختیز زون د مشرانو په منځګړیتوب حل او پرېکړه يې ابلاغ شوه.
د لوګر یو شمېر بڼوال غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د ممیزو د وچولو خونې ډېرې شي. دوی زیاتوي، کچیرې په لوګر کې د ممیزو پاکول او وچول معیاري شي، نو نه یوازې دا چې د ممیزو د خرابیدو مخه به ونیول شي، بلکې بازار ته به يې عرضه هم څو برابره ډېره شي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.
په خوست کې د کارغانو پرلپسې مړینې او پدې اړه پر ټولنیزه میډیا د خلکو له انديښنو وروسته څرګنده شوه، چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.
په خوست کې د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې د اغزن تار په غزولو سره نه افغانستان ساتل کېږي او نه په پاکستان کې پرې امن راځي.
خوستي قومونه وايي، کوچیانو د خپلو پلرونو او نیکونو کوچیانی ژوند پرې ايښای او په زور يې په هغو غرونو او دښتو کې د ابادیو جوړول پیل کړي چې له پېړیو راهیسې ورڅخه خوستي قومونه ګټه اخلي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د جنايي جرمونو پرضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
نور وښیئ