د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر اوسه په غلام خان بندر کې د مالونو ډک ګاډي ولاړ دي


په غلام خان بندر کې ولاړه یوه لارۍ
په غلام خان بندر کې ولاړه یوه لارۍ

خوست ـ د پاکستان له لوري د مالونو هغه ۷ لوی ګاډي چې غلام خان بندر ته تللي تر اوسه ورته خوست ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

سره لدې چې پاکستان دا لاره خلاصه کړې او د خوست ځايي چارواکو يې هرکلی کړی، خو تر اوسه ورباندې د ګاډو تګ او راتګ نشته او په لامل يې هم په غلام خان کې د ګمرک او سرحدي پولیسو مسوولین څه نه وايي.

د خوست سوداګر وايي، که د تېر په شان د دې لارې د تړلو او خلاصولو ستونزې دوام وکړي، نو د خلاصیدو به يې پوره ګټه نه وي.

هغوی غوښتنه کوي چې دا لاره دې قانوني ترانزیټ شي، چې هر ډول سوداګریزو توکو وړلو او راوړلو ته ورباندې اسانتیا رامنځته شي.

افغان چارواکي د لاریو د نه پرېښودلو علت نه ښکاره کوي.
افغان چارواکي د لاریو د نه پرېښودلو علت نه ښکاره کوي.

د یکشنبې په ورځ ملي سوداګر امین الله امیني مشال راډيو ته وویل، لاره له هغه لوري خلاصه شوه، خو ستونزې په کې سر له اوسه راپیدا شوي دي.

دی وايي، دا لاره اوس په عادي ډول خلاصه شوې ده، حل لاره يې داده چې ترانزیټ شي، تر څو لدې وروسته د هر ډول مالونو په وړلو راوړلو کې ستونزې نه وي موجودې.

په غلام خان کې مو سرحدي ګمرک چې له څو کانتینرو جوړ دی ورته سر ښکاره کړ، د ګمرک مامورینو ویل، چې دوی د چارواکو په لارښوونه راغلي خو تر اوسه خوست ته د ګاډو د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

یو بل تن سوداګر ګلاب خان هم وايي، چې دا لاره د نورو لارو په پرتله خواوشا څلور سوه کیلومتره کراچۍ بندر ته نږدې ده او سوداګرو ته پدې لارې مالونه ارزانه پریوځي.

دی وايي، پدې سره په خوست ښار کې سوداګري پراخه شي، د خلکو اقتصاد ته به يې ګټه ورسیږي او د کاري فرصتونو د پیدا کیدو سبب به شي.

موږ هڅه وکړه په غلام خان بندر کې د ګمرک د مسوولینو، د سرحدي پولیسو له چارواکو یا هغو سوداګرو سره چې مالونه يې تر اوسه د پولې پدې لوري کې ولاړ دي خبرې وکړو، خو امنیتي مسوولینو ویل، دوی ته هدایت شوی چې پدې ځای کې به څوک مرکې، انځورونه او ویډیوګانې نه کوي.

د خوست ځايي چارواکي ډاډه دي، چې د غلام خان بندر لاره به دې لوري ته هم په یو، دوه ورځو کې خلاصه شي.

خوست والي حکم خان حبیبي وايي، غلام خان لاره چې له څو کلونو د پاکستان له لوري تړل شوې وه، د دواړو هېوادونو تر منځ د دیپلوماتیکو بحثونو وروسته یو ځل بیا د سوداګرو پر مخ خلاصه شوه.

ده هیله څرګنده کړه چې د ګاډو د راتګ ستونزه به ژر حل شي، خو تر څنګ يې غوښتنه وکړه چې یاده لار په رسمي او قانوني ډول ترانزیټ شي.

خوست والي وايي، کچیرې دا لار قانوني او رسمي ترانزیټ شي، نو د افغانستان حکومت به د سوداګرو لپاره د غلام خان په بندر کې لازم تاسیسات او اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده دې وي، چې څو کاله پخوا د غلام خان په سیمه کې د ګمرک او د پولیسو د کمیساری لپاره مجهز تاسیسات جوړ شوي او د ګمرک وسایل په کې نصب شوي دي، خو تر اوسه فعال شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG