د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول


په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

خوست ـ د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوه اندازه نشه يي توکي چې امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې نیولي او ۶ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي شیان چې د ښار او اطرافو له دوکانونو راټول شوي ول، په عام محضر کې وسوځول شول.

په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

چارواکي وايي، د نیولو شویو نشه يي توکو په تور يې ۵۲ کسان هم نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته يې ورپېژندلي دي.

خوست والي حکم خان حبیبي د یادو توکیو د سوځونې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې په نشه يي توکو کې ۶۲ کیلو چرس، ۲۲۲ لېتره الکولي مشروبات او یوه اندازه تریاک او هیروین هم شامل دي.

په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

د خوست والي زیاته کړه، چې د نشه يي توکو تر څنګ د عامې روغتیا د منسوبینو لخوا هم د ښار او اطرافو له دوکانونو او درملتونونو ۶ ټنه تاریخ تېر توکي او درمل هم نیول شوي، چې د قانوني مراحلو له بشپړیدو وروسته پدې ځای کې وسوځول شول.

په نشه يي توکو کې ۶۲ کیلو چرس، ۲۲۲ لېتره الکولي مشروبات او یوه اندازه تریاک او هیروین هم شامل دي.
د خوست والي حکم خان سلېمانخېل

ښاغلي حبیبي د ټولنې له مخورو وغوښتل چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د ځايي ادارې او افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

که څه هم څو موده مخکې په خوست کې د نشه يي توکیو او نورو قانون ماتونو پر ضد د امنیتي ځواکونو لخوا اقدامات جدي ول، خو پدې وروستیو کې ځنې خلک بیا پدې ډګر کې مبارزه په هغه اندازه نه ګڼي.

په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

خو د خوست د امنیه قوماندانی سرپرست سمونمل عبدالحنان د خلکو دا انديښنه پر ځای نه ګڼي او وايي، چې اوس هم د جنايي جرمونو، نشه يي توکو او د قانون ماتونو د نورو ډولونو پر ضد اقدامات کیږي او په وروستیو میاشتو کې د دې توکو او په تور يې د ۵۲ تنو نیول کیدل ښه ثبوت دی.

بلخوا سره له دې چې کتونکي په خوست کې امنیت او د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه ښه ارزوي خو بل لوري ته پدې ولایت کې د نشه يي توکو استعمال، په زیاته اندازه په ښار کې د بې کیفیته دوا درملو او خوراکي توکیو شتون هغه ستونزې ګڼي، چې باید اړوندې ادارې يې پر وړاندې لا جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG