د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خلک دې د ښوونځیو ودانیو ته ځمکې ورکړي'


د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت یوه ستونزه د ځمکو نه شتون دی.

چارواکي زیاتوي، کچیرې خلک په هغو سیمو کې چې د ښوونځیو ودانیو ته په کې اړتیا موجوده وي، په وړیا توګه ځمکې وقف کړي، نو هغوی چمتو دي چې د ښوونځیو ودانۍ په کې جوړې کړي.

د خوست د پوهنې چارواکو یادې څرګندونې نن چارشنبه ښوونې او روزنې ته د ماشومانو د لاسرسي د لوړولو په اړه د پوهنې د کاري ځواک په رسنیزه ناسته کې وکړې.

د ناستې ګډونوالو له کورنیو هم وغوښتل چې د نوي ښوونیز کال پدې شپو ورځو کې خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.

د پوهنې ریاست مرستیال مولوي شرف الدین د ښوونځیو د ودانیو په باب وویل:

((درنې کورنۍ دې خپل بچیان ښوونځیو ته راولیږي، معارف په هر ځای کې ځمکه نه لري، خو هغه ځایونو کې چې اړتیا وي، دوی دې د مکتب غوښتنه وکړي، خو د ودانۍ لپاره دې لږ تر لږه موږ ته ځمکه راکړي، موږ به يې وزارت ته پیشنهاد کړو، له موږه وزارت غوښتنه کوي، چې د ځنو مکتبونو او دیني مرکزونو د ودانیو د جوړولو پلان ورولیږو چې هغوی يې د ودانۍ منظورې راولیږي.))

په افغاني ټولنه کې د لویانو لیک لوست او هغوی ته د زده کړو د زمینو برابرول هم له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

په خوست کې د پاملرنې موسسې مشره رشیده وايي، یاده اداره به په هغو سیمو کې ماشومانو او لویانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، چې هلته ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه نشته.

نوموړې زیاته کړه:

((د موږ هغه وروڼه او خویندې چې په لیرې ولسوالیو کې کار کوي له هغوی مو هیله داده چې خپل خویندې، وروڼه او ماشومان چې عمرونه يې له ښوونځیو سره برابر دي هغوی ته د زده کړو فرصت ورکړئ، موږ ته مراجعه وکړئ، موږ به هغوی ته د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د زده کړو زمینې برابرې کړو.))

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړي نورشاه نوراني وویل، په نوي ښوونیز کال کې د ماشومانو د پراخه جذب لپاره دې، په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شي.

ښاغلي نوراني وویل، ولایتي شورا به پدې برخه کې لازمه همکاري وکړي:

((زموږ او ستاسو په ځینو ولسوالیو کې داسې کورنۍ شته چې د پوهې په ارزښت نه پوهیږي یا ځنې ټولنیزې، امنیتي او کورنۍ ستونزې به لري او یا به دوی ته سم پوهاوی نه وي شوی، موږ کولای شو دا پیغامونه د تبلیغاتي کاروانونو او کنفرانسونو له لارې تر دوی ورسوو، چې زرګونه ماشومان مو پدې نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته شامل شي.))

په خوست کې د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې مشر بادشاه سبحان وايي، کچیرې د پخوا په شان افغان حکومت او نړیوال مرستندویان تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د تشویق او هڅونې لپاره د خوراکي توکو د وېش پروګرام ترلاس لاندې ونیسي، نو د هغوی په جذب کې اغېزمن تمامیدای شي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني د نوی ښوونیز کال په پرانیستغونډه کې دا کال د پوهنې د ملاتړ په نوم ونوماوه.

ده په داسې حال کې ده، چې سروې ګانو او ارقامو ښودلې، لا هم په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان چې اویا سلنه يې نجونې تشکیلوي، د نا امنیو، ښوونځیو د نه شتون، د ښځینه ښوونکو د کمښت او د ښوونې روزنې د اهمیت د نه پوهاوي له کبله له ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو محرومه پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG