د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ۵۳ ښوونځیو کې یو شمېر پروژې پلي شوې


نن د سې شنبې په ورځ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نړیوال ګډون د پروګرام له لارې د خوست ولایت د تڼیو، باک، تریزیو او ګربزو ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د چاردیوالیو، تشنابونو او د اوبو د څاګانو ۵۳ پروژې تر بشپړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو چې ۴۲،۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چارواکي هیله څرګندوي چې لدې اړخه په ښوونځیو کې شته ستونزې به کمې شي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختیار هغه غونډې ته چې د یادو پروژو د پرانیستې په موخه د تڼیو ولسوالیو د پیربادشاه د نجونو په ښوونځي کې جوړ شوي ول وویل، دوی د نړیوال ګډون د پروګرام په چوکاټ کې ټولې ۱۵۸ پروژې درلودې، چې ۳۸ يې پخوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ۵۳ يې اوس بشپړې شوې.

د خوست د پوهنې رييس له خلکو هم وغوښتل چې نوي ښوونیز کال ته خپلې ټولې ماشومې لوڼې او زامن ښوونځیو کې شامل کړي.

د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خوست له چارواکو او ځايي اوسیدونکو سربیره د سواد زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت د معین سردار محمد رحیمي په مشری یو پلاوي هم برخه اخیستې وه.

خوست والي حکم خان حبیبي ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، خلک باید د ښه راتلونکې لپاره د ستونزو او لوږو سره مبارزه وکړي، خو په خپلو اولادونو دې زده کړې وکړي.

ده وویل، د نوي نسل د زده کړو په اړه د نن ورځې غفلت پر سبا تاثیر لرونکی دی.

خوست والي د پوهنې له مسوولینو په کلکه غوښتنه وکړه، چې د کمیت تر څنګ دې د زده کړو کیفیت ته هم جدي پاملرنه وکړي او پدې برخه کې دې، د ماشومان والدین هم خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.

پوهندوی حکم خان حبیبي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې نوی ښوونیز کال به د ولسمشر لخوا د پوهنې د ملاتړ کال اعلان شي او په خوست کې به هم د پوهنې په چوکاټ کې د ۳۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت اساسي پروژې پلي شي.

بلخوا په ناسته کې قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې د پوهنې له بهیر سره د هراړخیزې مرستې ژمنې وکړې.

قومي مشر جنرال رسول پاچا وویل، دوی په نیمه ګيډه وخت تیروي، خو خپلو اولادونو ته يې د زده کړو شرایط برابر کړي دي.

په خوست کې د نړیوال ګډون لخوا د تکمیل شویو پروژو په پرانیسته کې د پوهنې وزارت معین ډاکټر سردادر محمد رحیمي وویل، دوی په ياد ولایت کې د پوهنې د ښه کولو سره د خلکو لیوالتیا ولیده او د دوی د غوښتنو یادښتونه يې واخیستل.

ده وویل، په ښوونیز بهیر کې د خوستوالو اړتیاوې او غوښتنې به د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

یاده دې وي لدې پروګرام یوه ورځ وړاندې په خوست کې څه باندې زرو تنو لویانو ته چې په ترکیب کې ښځې او نارینه دي، د حرفوي زده کړو درې میاشتني پروګرام پرانیسته هم شوې وه.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د کور پر بام د قربانۍ غویان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG