د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د پوځي عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي


د مظاهره کونکیو انځور

خوست ـ د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یکشنبې په ورځ سهار وختي د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو د زیړۍ په کلي کې د ولایتي قواوو لخوا عملیات شوي، چې د یوې کورنۍ درې کسان پکې وژل شوي دي.

د خوست د امنیه قوماندانی سرپرست سمونمل عبدالحنان مشال راډیو ته د پيښې د تاید تر څنګ وویل، چې د خوست د مرستیال والي په مشرۍ سیمې ته پلاوی تللی او د پلټنو او مالوماتو وروسته به رسنیو سره جریان شریک کړي.

ده وویل، د ځنې خيلو قوم خلک په لاریون راوتلي، خو ورغلي پلاوي او لاریون کوونکو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

سیمه وال وايي، پدې پيښه کې یوه ماشومه ټپي شوې وه، چې هغې هم د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه او پدې سره د مړو شمېر څلور تنه شو.

د یادې سیمې یو تن اوسیدونکي ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وايي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي ول او مخالفو وسلوالو سره يې کومې اړیکې نه درلودې.

همدارنګه کومې وسلوالې ډلې هم دوی سره د وژل شویو کسانو د تړاو به باب رسنیو ته څه ندي ویلي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید څلورم تلين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG