د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرغونه خوست جشن


د خوست د ښاروالۍ ریاست له لوري د زرغونه خوست په نامه د نیالګیو لګولوجشن او درې ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده.

چارواکي وايي، له دې مېلې يې موخه دا ده چې له لګښتونو پرته د نیالګېو لګول او پالل د خلکو په یو دود بدل شي.

د ښاروالۍ چارواکي زیاتوي، تر هغه چې دا ډول فعالیتونه د خلکو د کلتور یوه برخه ونه ګرځي، نه یوازې پوره حاصل نلري، بلکې خلک يې په ساتلو او پاللو کې هم د مسوولیت احساس نه کوي.

د جمعې په ورځ د زرغون خوست په میله کې خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې پدې کلتوري میله او ټولنیز فعالیت کې پراخه برخه واخلي.

''هیله مې داده چې تر دې وروسته د نیالګیو د کینولو پدې موسم کې ځوانان، محصلان، زده کوونکي، مشران او مدني ټولنې په ګډه پدې کې برخه واخلي، زما هیله داده چې اوسنۍ میله به په خوست کې یو فرهنګ شي او راتلونکو نسلونو ته به انشاالله د یوې عنعنوي او کلتوري میلې په شان پراختیا مومي.''

ازاد خبریال فریدالله ظاهر چې د زرغون خوست په میله کې برخه اخیستې وايي، غواړي د خپل چاپیریال د زرغونلو لپاره نیالګي کینوي او نورو ته دا پیغام ولیږدوي، چې د خپل هېواد په سمسورتیا کې برخه واخلي.

ښاغلی ظاهر هیله څرګندوي چې د دا ډول حشرونو او میلو له لارې به خوست ښکلي او شین مالوم شي.

د خوست یو بل تن ځوان محمدالله شیرزی هیله څرګندوي چې زرغون خوست میله په يوه داسې کلتور بدل شي، یو وخت يې نندارې ته له نورو ولایتونو خلک راشي.

"د ښاروالۍ له لوري د زرغون خوست په نوم د نیالګیو د لګولوجشن او کلتوري میله پیل شوې ده، چې درې ورځې به دوام کوي، سره لدې چې د جمعې ورځ ده خو تاسو ګورئ چې ځوانان او ښاریان راغلي، څو د یو زرغون خوست په پار نیالګي کینوي، زموږ به هیله داوي چې دا د هېواد په کچه پریوه فرهنګي میله بدله شي او د ولایتونو خلک یې نندارې ته راشي او په زړه پورې تفریحي پروګرامونه برابر شي."

د زرغون خوست په میله کې یو شمېر هغو خلکو هم ګډون کړی وو، چې دې ولایت ته میلمانه راغلي ول.

د محمد نعیم په نوم د ننګرهار اوسیدونکی وايي، چې هر کس یو، یو نیالګی کینوي، نو دې څخه ډېر څه جوړیږي.

ده یاد نووښت وستایه او زیاته يې کړه، خاورې سره د خوستوالو مینه ده چې یاد ولایت په ښه ډول د پرمختګ په لور روان دی.

د شنبې په ورځ به هم د زرغون خوست د نیالګیو لګولوجشن او کلتوري میله دوام ولري.

یاده دې وي، د افغانستان په کچه یوه ستونزه او انديښنه داده چې د دولتي ادارو لخوا په پسرلي کې د لګول شویو ونو وروسته بیا ساتنه او پالنه نه کیږي او د څه وخت له تېریدو پس دا ډول نیالګي بېرته وچیږي، خو د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې يې د نیالګیو د ساتلو او اوبولو لپاره منظم پروګرام جوړ کړی او پدې موده کې لګول شوي نیالګي نه دي وچ شوي.

XS
SM
MD
LG