د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د غلام خان بندر تړلو ته اجازه نه ورکوو


د خوست د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او سوداګر وايي، چې غلام خان بندر د خوست او افغانستان لپاره مهمه اقتصادي او سوداګریزه لاره ده او افغان حکومت دې د امنیتي انديښنو او نورو ګمرکي وسایلو د کمښت په پلمه دا لاره بیا نه تړي.

د خوست د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو او سوداګرو یادې څرګندونې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال رسنیو خبریالانو ته وکړې.

دوی ګواښ وکړ، که بیا هم د غلام خان لارې د بندیدو مساله رامنځته شي، لاریونونه به وکړي، ښار به وتړي او په پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

غلام خان لاره چې له څلور کاله ځنډ وروسته ایله څو ورځې مخکې پرانیستل شوې، د مرکزي حکومت له لوري ځايي ادارې ته په یاد بندر کې د ګمرکي وسایلو د نصب او نورو تاسیساتو د جوړولو تر څنګ د امنیت په برخه کې هم د اساسي تدابیرو هدایت ورکړل شوی دی.

د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال وویل، چې د غلام خان په سیمه کې د افغان حکومت لخوا اساسي تاسیسات جوړ شوي، په بندر کې د ګمرک مامورین موجود دي، سرحدي کمیساري موجوده ده اوداسې علت نشته، چې هغه دې د لارې د بندیدو لپاره دلیل جوړ شي.

ده زیاته کړه، افغان حکومت دې په هغه ځای کې د ګاډو سیکنر نصب کړي، قانوني پلټنې دې کوي، خو د لارې بندیدل دوی ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي.

ښاغلی لکڼوال وايي، د لارې په بندیدو نه یوازې خوست ته بلکې ټول افغانستان ته اقتصادي زیان رسیږي.

د خوست د ولایتي شورا رييس الحاج کفیل ریحان پدې لارې احتمالي خطرات هم ناسم وبلل او زیاته يې کړه چې همدا اوس د پکتیا په خرلڅيو او د پکتیکا له لارې افغانستان ته مالونونه راروان دي، چې د هغو ولایتونو په سرحدي سیمو کې د خوست په اندازه د مالونو انتقال ته امنیتي او ګمرکي تدابیر نشته.

کفیل ریحان وویل، دا یوه سوداګریزه لاره ده او مرکزي حکومت باید دا مساله سیاسي نه کړي.

د ولایتي شورا یو بل تن غړی مجیب الرحمن سلیم زوی وايي، افغان ولسمشر خوستي ولس سره د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو ژمنې کړې وې، نو وړاندیز يې دادی چې د غلام لاره باید نه یوازې ونه تړل شي، بلکې ولسمشر دې دا لاره ترانزیټي کړي.

ملي سوداګر جمال تڼي دا خبره ناسمه وبلله، چې د غلام خان له لارې دې کوم امنیتي ګواښ موجود وي.

دی وايي، همدا لاره بنده وه، خو په کابل کې چاودنې شوي دي، نو خطرونه باید یوازې پدې بندر پورې ونه تړل شي.

نوموړي وویل:

((دا لاره بنده وه، خو په مرکز کابل کې انفجارت کیدل، تر څو چې دا لاره موږ ته خلاصه نه وي، مظاهرې به هم کوو او ښار به هم تړو، دواړو هېوادونو څخه مو غوښتنه داده چې لدې دې سیاسي موضوع نه جوړوي، بلکې د ترانزیټ ټول اصول دې په نظر کې ونیسي.))

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د غلام خان د لارې په باب له مرکزي حکومت څخه د مکتوبي هدایت رسیدل تایدوي، خو وايي چې پدې کې د غلام خان د لارې بندیدل حتمي نه دي.

د ده په وینا یاد مکتوب ولایتي ادارې لباره په غلام خان بندر کې د ټولو تاسیساتو، وسایلو او تجهیزاتو د تکمیل لپاره یو فرصت دی، چې په بشپړیدو سره به يې د لارې د بیا ځلي بندیدو انديښنې ختمې شي.

خوست والي زیاته کړه، ولایتي ادارې په غلام خان بندر کې د امنیتي او تعمیراتي اړتیاوو د تشخیص لپاره سیمې ته پلاوی لیږلی دی.

مالومه شي، چې مرکزي افغان حکومت د امنیتي تدابیرو او ګمرکي تجهیزاتو د کمي په دلیل غلام خان بندر په موقتي ډول تړي او که د بندر د فعال ساتلو په حالت کې د شته نیمګړتیاوو د تکمیل لپاره خپل اقدامات روان ساتي.

XS
SM
MD
LG