د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوال برمته کس ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده


اول خان له خپل ورور دریا خان سره
اول خان له خپل ورور دریا خان سره

د پکتیکا چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانوله لوري برمته د سروبي ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ۲۵ وسله وال وژلي او ژوبل کړي او په تېښته بریالی شوی دی.

د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز مشال راډیو ته وویل، چې دا کس اول خان نومېږي او د سروبۍ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان دریاخان ورور دی، چې د چارشنبې په ورځ طالبانو ژوندی نیولی او د هغه ساتونکی يې وژلی وو.

پکتیکاوال اول خان ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولې ادعا کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په خپله اول خان وايي، خپلوانو یې غوښتنه ځېنې کړې وه چې دعوې ته ورسره ولاړ شي، خو هغوی په لار کې ورته طالبان په یو څو کې کښېنولي ول او دی یې نیولی وو او د ده ساتونکی يې وژلی وو.

اول خان وايي، کله چې یې ګومل ته بوتلم نو هلته د طالبانو مهمو مشرانو ورته مشوره کوله چې څنګه او چېري یي ووژني، خو په دې وخت کې د هغوی یوه پيکا په لاس راغله او پر وسلوالو يې ډزې پیل کړي، چې په نتیجه کې پنځلس وسلوال طالبان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

اول خان له طالبانو یو هایلیکس موټر، یوه قبضه راکیټ او دوه میله کلاشینکوفونه هم راوړي.

د اول خان ورور دریاخان چې د سروبي د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دی وايي، کورنۍ یې د دولت لپاره په تېرو پنځلسو کلونو کې ګڼې قربانۍ ورکړي، او لا هم قربانی ته تیار دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، تښتول شوی اول خان په سیمه ییزو پولیسو کې د غړیتوب په تور نیول شوی وو او د پلټنو پر مهال يې وسله لاسته ورغلې ۳ طالبان یې وژلي او په تېښته بریالی شوی دی.

XS
SM
MD
LG