د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د تلپاتې سولې په هیله نوی کال پیل کړ


د خوست اوسیدونکو د نوي کال د ورځې د لمانځنې پر مهال د دولت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې د سولې په باره کې د افغان حکومت بلنه ومني او جګړې پای ته ورسوي.

دوی چې د چارشنبې په ورځ د خوست د متون غونډۍ د پاسه په تفریحي پارک کې د نوي کال د لمانځنې لپاره راټول شوي ول هیله څرګندوله ، چې نوی ۱۳۹۷ یم لمریز کال به په افغانستان کې د دایمي سولې او امن کال شي.

د نجیب الله واثق په نوم د خوست یو تن اوسیدونکی وايي، چې د ښار په تفریحي پارک کې د نوي کال د ورځې د لمانځنې لپاره د یاد ولایت مشران، ځوانان او ماشومان راټول شوي دي.

ده زیاته کړه، د میلې ګډونوالو د تفریحي پارک د پاسه ملي بیرغ پورته کړ، خلک نوي کال ته خوښ دي، د دوی هیله داده چې پدې هېواد کې جګړې ختمې شي اوټول افغانان په یو ټغر سره راټول شي.

د غفور خان امیرزي په نوم د خوست یو بل تن ځوان هم دا هیله لري، چې نوی کال به په هېواد کې د سولې امن او پرمختګ کال وي.

ښاغلی امیرزی د دولت پر وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ، چې له وسلوالو جګړو لاس واخلي او خپل هېواد کې سوله ييز ژوند پیل کړي.

په خوست کې د نوي کال د ورځې لمانځنې مراسمو ته د یو شمېر هغو سیمو اوسیدونکي او ځوانان هم راغلي ول، چې هلته څه نا څه امنیتي ستونزې موجودې دي.

د شاکر په نوم د باک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وايي، چې ښار ته د نوي کال د لمانځنې لپاره راغلي دي.

ده د نورو اطرافي سیمو له ځوانانو هم وغوښتل چې نوی کال په خوښیو او خوشالیو سره ولمانځي.

د خوست یو تن مدني فعال جمشید غفارزی هم په خپلو خبرو کې خلکو ته د نوي کال مبارکي وايي او هیله يې څرګنده وي چې په نوي کال کې د تېر کال په شان بیا نا امنۍ پيښې نه شي.

ده وویل په تفریحي پارک کې يې د خپلو ملګرو سره یو ځای میله جوړه کړې او ټول د خوښۍ احساس کوي.

د خوست د لکټو د مرخان کلي یو ځوان اجمل وویل، خوستوال د ښار په تفریحي پارک کې د نوي کال د لمانځنې لپار راټول شوي دي او د ټولو هيله داده چې نوی کال د سولې او ارامۍ کال وي.

دی وايي، دا چې نړۍ د علم او ټکنالوژۍ له اړخه د بې سارې پرمختګ شاهده ده، نو افغانانو ته هم بایده دي چې د جګړو پر ځای د ترقۍ او پرمختګ پر لارو چارو فکر وکړي او خپل وخت عبث ضایع نه کړي.

بلخوا خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې ۱۳۹۷ یم لمریز کال به په رښتیني توګه د سولې کال وي او هغه کسان چې د نظام په وسلوال مخالفت کې دي، له هغو يې وغوښتل چې د نورو افغانانو سره د سولې په ټغر کیني او پدې توګه سوله چې د افغانانو د لسیزو هیله ده، سرته ورسیږي.

د خوست د تفریحي پارک په شان د چارشنبې په ورځ د یاد ولایت یو شمېر تفریحي پارکونو، فارم او میلمه کوټ باغونو، ادممد زیارت، د ککرک ابا زیارت لمنو او نورو تفریح ځایونو ته ولاړل او د نوي کال لومړی ورځ يې په خوښیو ولمانځله.

د خوست په یو شمېر تفریح ځایونو کې د نوي کال په مناسبت د اسونو په واسطه د نیزه بازۍ لوبې، د سیمه ییزو سندرغاړو لخوا په زړه پورې کنسرټونه او ډیری ځایونو کې ملي اتڼونه هم ترسره شول.

XS
SM
MD
LG