د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر وايي، پکتیا به په یوه صنعتي سیمه بدله کړي


افغان ولسمشر په پکتیا کې
افغان ولسمشر په پکتیا کې

پکتیا ـ افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د پکتیا هر اړخیز پرمختګ به خپله پاملرنه ډېره کړي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې د یاد ولایت د ځايي مسوولینو او اوسیدونکو یوې غونډې ته خبرې کولې.

محمد اشرف غني وویل، د پکتیا خلکو یاد ولایت ته د لږې توجه له کبله پوره حوصله وکړه او اوس هغه وخت راغلی چې تر ټولو ډېره پاملرنه به پکتیا ته وشي.

ولسمشر وویل، د برېښنا بیه به له دیرشو، شپږو افغانیو ته راښکته شي او د سیمو د روښانه کولو تر څنګ به پکتیا په یوه صنعتي سیمه شي او دلته به د جلغوزو او مڼو پروسس ته زمینه برابره کړي.

ولسمشر اشرف غني په پکتیا کې
ولسمشر اشرف غني په پکتیا کې

ولسمشر سره پکتیا ته په سفر کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، کلیو پراختیا، ښار او کور جوړولو او کرنې وزیرانو تر څنګ د علماوو د سرتاسري شورا مشر او یو شمېر د ولسمشر سلاکار وزیران او د ملي شورا غړي هم ملګري دي.

افغان ولسمشر د پکتیا د اوسیدونکو غونډې ته وویل، چې یاد ولایت به اولې درجې ته تر ارتقاع وروسته اوس د مرکزي حکومت د امکاناتو له نظره ښه شي.

ولسمشر غني د پکتیا د والي لخوا د ګردیز د بالاحصار د بیارغونې د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې په شپږو میاشتو کې به د یاد بالاحصار د بیارغونې چارې عملاً پیل شي.

ده وویل، د پکتیا طبعي زیرمې او خزانې د هېواد په کچه بې سارې دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي وویل، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې افغان ولسمشر د وارداتي برېښنا په ګډون پکتیا ته یو شمېر اساسي پروژې ورکړي دي.

ده وویل، کله چې ولسمشر خپلې ژمنې پلې کوي، نو پر ځای ده چې د ولسمشر له پاملرنې مننه وشي.

د پکتیا والي ولسمشر پدې هم وستایه چې یاد ولایت يې اولې درجې ته لوړ کړ، همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژلو شویو سرتیرو او افسرانو کورنیو ته د کورونو لپاره د رهایشي پروژې امر ورکړی او یو شمېر مستحقو کسانو ته به عملاً ولسمشر سندونه وسپاري.

نوموړي د زرمت په ګډون د یو شمېر ولسوالیو نومونه هم واخیستل چې د سړکونو د جوړولو پروژې ورته پیل شوي او په ځینو به يې نږدې راتلونکې کې کارونه پیل شي.

په غونډه کې د پکتیا د ولایتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي هم په خپلو خبرو کې د ولسمشر د اقتصادي پروګرامونو او په ځانګړي ډول پدې وروستیو کې د پکتیا بیارغونې ته پاملرنه او د یو شمېر اقتصادي او رغنیزو پروژو د پیلیدو قدرداني وکړه.

ولسمشر د پکتیا اوسیدونکو ته وویل، چې دا ځل ګردیز ته د دوو ساعتونو لپاره نه دی راغلی، بلکې دلته به شپه کوي او د دوشنبې په ورځ به هم د خلکو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو له ډلو سره جلا جلا کیني او د دوی ستونزې به مخامخ واوري.

XS
SM
MD
LG