د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د والیبال درې ورځنی ټورنمینټ پیل شو


خوست کې دوالیبال سیالۍ
خوست کې دوالیبال سیالۍ

خوست ـ د یکشنبې په ورځ په خوست ښار کې د انساني قاچاقو د زیانونو د عامه پوهولو په موخه د یاد ولایت د یو شمېر ولسوالیو د والیبال لوبډلو تر منځ درې ورځنی ټورنمینټ پیل شو.

د والیبال په یاد ټورنمنیټ کې د متون، لکڼو، اسماعیل خېلو او مندوزیو، صبریو، یعقوبیو او د دخیو د سیمو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د یاد ټورنمینټ د پرانیستې په غونډه کې د پروګرام تابیا کوونکیو له خلکو وغوښتل چې د هغو عملونو او جرمونو ځان وساتي چې په انساني قاچاقو کې راځي او ډیری قربانیان يې د غریبې طبقې ماشومان، ځوانان او ښځې دي.

ځوانان والیبال کوي
ځوانان والیبال کوي

ویناوالو یو شمېر هغه عملونه چې افغاني ټولنه هم ورڅخه خالي نه ده، لکه اجباري ودونه، د هلکانو ناوړه ګټه اخیستنه، د هغوی د بدن د غړو پرېکول، فحشا، په بدو کې د نجونو ورکول او په کور کې له اړو او غریبانو څخه د غلامانو په توګه استفاده د بشریت خلاف او جرمي عملونه وبلل.

د برنامې یو تن تابیا کوونکي شاکر نیازي مشال راډیو ته وویل، چې دا لوبې د انساني قاچاقو پر ضدمبارزې تر عنوان لاندې جوړې شوې دي.

ده وویل:

((دغه ټورنمینټ چې د بیړنیو مرستو او پراختیا ادارې لخوا پلان شوی دی، د انساني قاچاقو سره د مبارزې تر عنوان لاندې ده، پدې کې په خاصه توګه د ماشومانو، ښځو او ځوانانو باندې د شاقه کارونو، مهاجرتونو او نورو غیر قانوني کړنو څخه د هغوی ګرځول دي.))

ښاغلی نیازی وايي، چې دوی دا مهال د افغانستان په لسو ولایتونو کې ورته برنامې لري، چې د هغې له جملې د خوست په ګډون پنځو ولایتونو کې د نورو برنامو په ګډون د والیبال او کرېکټ لوبې ټورنمینټونه هم شامل دي.

په یاد ټورنمینټ کې د والیبال یو لوبډل مشر فیض الله سهیلي وايي، چې یادې برنامې سره نه یوازې عامه پوهاوی کیږي، بلکې د امکاناتو او اصولوله لحاظه هم د افغانستان په کچه ټورنمینټ دی، چې ورزشکاران ورڅخه ښه زده کړه کولای شي.

په خوست کې د یو ورزشي سازمان مشر استاد یونس اهنګر هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د ویناوالو څخه ورزشکاران د انساني قاچاقو په ډېرو نورو اړوندو موضوعاتو پوۍ شول.

د خوست ځوانان
د خوست ځوانان

ښاغلي اهنګر تمه څرګنده کړه، چې ورزشکاران به دا پیغامونه ځانونو سره خپلو سیمو ته یوسي، تر څو د انساني قاچاقو بدمرغه پدیده له منځه ولاړه شي.

بلخوا کتونکي که څه هم د ټولنیزو مسایلو په باب د عامه پوهاوي پروګرامونه ګټور او اغېزمن بولي خو زیاتوي چې افغان دولت باید داسې اوږد مهاله اقتصادي برنامې پلي کړي، چې د ښځو او نجونو په ګډون ځوانانو ته په کې دایمي کاري فرصتونه برابر شي او د دې جرمونو د اجراء لپاره دلیل او پلمې نه شي پاتې.

XS
SM
MD
LG