د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې عامو خلکو د نیالګیو کېنولو، ساتلو او پاللو ته اوږه ورکړې


په خوست کې به پخوا د سپرلي په نږدې شپو ورځو کې په عامو ځایونو، غونډیو او پارکونو کې یو شمېر حکومتي ادارو او ځینو موسسو نیالګي کېنول، خو سږ کال بیا عامو خلکو او ځوانانو د خپلو کینول شویو نیالګیو د ساتلو او اوبولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا کار له څور ورځو راهیسې په ګربزو، نادرشاه کوټ، تڼیو، شمل، مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې روان دی.

چارواکي وايي، تېر کلونه د حکومتي ادارو او موسسو لخوا ځکه د نیالګیو کېنولو پوره نتیجه نه درلوده، چې د هغوی لخوا يې تر پایه د ساتلو او پاللو منظمې برنامې نه وې موجودې.

نن د جمعې په ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ د یو شمېر ځايي اوسیدونکو او ځوانانو لخوا د مندوزیو په دښته کې د نیالګیو د کېنولو په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې اوسمهال خلکو کې دا احساس پیدا شوی، چې په خپله نیالګي اخلي، کینوي يې او وروسته يې ساتنه او پالنه کوي.

د مندوزیو د ځوانانو د شورا مشر استاد خیبر وايي، چې دوی غواړي یاد نیالګي په دښتو او صحراوو کې کینوي، چې د کلیو او جمو شان دښتې او بیدیاوې هم شنې او زرغونې شي.

دی وايي، اوس په ځوانانو کې دا ټولنیز او سیاسي شعور پیدا شوی چې د خپلو شخصي کارونو تر څنګ د ټولنې او ولس حق هم پر ځای کړي.

د سیمې یو بل تن اوسیدونکی ولي مت خان خادم وايي، چې دوی به د نیالګیو د ساتلو او پاللو لپاره په کلیو، جمو او جوماتونو کې ځوانان وهڅوي چې پدې کار کې په مسوولیت سره برخه واخلي.

د مندوزیو ځوانانو سره د خوست ښاروالۍ لخوا هم د سلګونو نیالګیو مرسته شوې ده.

خوست ښاروال وايي، د نیالګیو د کېنولو په ګډون یو شمېر ټولنیز فعالیتونه د حشرونو له لارې ښه ترسره کیدای شي، چې اوس یو ځل بیا دا دود بیا په ژوندي کیدو دی.

انجینر عبدالبصیر محمدزي وویل، هغه کار چې د حشرونو په واسطه د ډېرو خلکو لخوا کیدای شي، د لږو کسانو لخوا ستونزمن وي.

مدني فعال کبیر مشفق چې د مندوزیو په دښته کې يې د نیالګیو د کینولو په حشر کې برخه اخیستې وه وايي، په ورزه کې د دوی کلیوالو تېر کال په خپلو شخصي لګښتونو زرګونه نیالګي کینولي ول، چې د ساتلو او اوبه کولو لپاره يې هم کلیوالو پیسې اچولې وې او کسان يې ورته موظف کړي وو.

ده وویل، کلیوالو يې پرېکړه کړې چې سږ به لږ نیالګي کینوی، خو د تېر کال د نیالګیو ساتلو او اوبولو ته به ډېره پاملرنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG