د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر په خروار کې ۳۰ ښوونځي تړل شوي دي


چارواکي وايي، چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې ۳۰ ښوونځي چې خواوشا ۱۲ زره زده کوونکي په کې زده کړه کوي تړلي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رييس حسیب الله ستانکزي مشال راډ‌یو ته وویل، چې وسلوالو طالبانو له هغه وروسته په څرخ کې ښوونځي وتړل چې د افغان ځواکونو د صفر یو قطي لخوا په هغه سیمه کې عملیات وشول.

ده وویل، وسلوالو طالبانو د سیمې مشرانو ته ګواښ کړی چې نه به مرکز ته ځي او نه به هم د ولایتي شورا سره اړیکې نیسي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې د ښوونځیو تړل د خلکو په مخکې دریدل دي او دوی کوښښ کوي چې ژر تر ژره مساله حل او ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین هم په څرخ کې د ښوونځیو تړل کیدل مني.

د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي، په څرخ کې لس لیسې او پاتې شل منځني او لومړني ښوونځي تړل شوي دي.

دی زیاتوي چې پدې سره ۱۲ زره زده کوونکي له ښوونځیو پاتې شوي او خواوشا ۳۰۰ تدریسي او اداري کارکوونکي هم په کورونو کېنول شوي دي.

مدني فعال مطیع الله سرور له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې باید ډېر ژر د ښوونځیو د بېرته خلاصولو په برخه کې اقدامات وکړي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، چې وسلوالو طالبانو له هغه وروسته د څرخ ولسوالۍ ښوونځي وتړل چې په یاده سیمه کې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو قوماندان وواژه.

نوموړی وایي ولایت مقام د امنیتي ځواکونو او د سیمې د مشرانو په همکارۍ هڅې پیل کړي چې څرخ کې ټول ښوونځي بېرته پرانیزي.

طالبانو هم په څرخ ولسوالۍ د ښوونځیو تړل کېدل تاید کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یو دیني عالم چې د څرخ په یوه ښوونځي کې ښوونکی وو، ووژل شو چې په غبرګون کې يې ښوونکو او د پوهنې کارکوونکو په خپله ښوونځي وتړل.

XS
SM
MD
LG