د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نري رنځ ۷۳۵ مثبتې پيښې موجودې دي


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د تېر یو کال په موده کې يې د نري رنځ ۷۳۵ مثبتې پيښې تشخیص کړي چې ناروغان يې تر منظمې درملنې لاندې نیول شوي دي.

دوی زیاتوي د یاد ولایت په پنځلسو بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې د نري رنځ د بیمارۍ تشخیص او په وړیا ډول درملنه کېږي.

نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې د لمانځ غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل چې تېر کال دوی د ۱۸۴۹ مراجعینو اساسي معاینات کړي چې ۷۳۵ يې مثبتې پېښې وې.

دوی زیاتوي، په مثبتو پېښو کې پنځه سلنه مړینه شته چې ډېری برخه يې ښځې او ماشومان دي، کوم چې د ټولنې د نورو افرادو په پرتله يې عموماً د وجود د معافیت کچه ټیټه وي.

محمدي وايي چې په خوست او ټول هېواد کې په وړیا ډول د نري رنځ په تشخیص او درملنې سره یاده ناروغي تر کنټرول لاندې ده او روغتیايي مسؤلین هڅه کوي چې د ناروغانو درملنه ته يې په هر ځای کې وړ شرایط برابر کړي.

توبرکلوز یا نری رنځ یوه میکروبي او ساري ناروغي ده چې د درملنې وړ ده.

د دې ناروغۍ له کبله هر کال د نړۍ په کچه یو میلیونه او درې لکه کسان خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د خوست د نري رنځ د کنټرول د لابراتوار د برخې مسؤل ډاکټر زاهدالله هلال وايي چې په یاد ولایت کې د نري رنځ د تشخیص او درملنې پنځلس مرکزونه موجود دي چې ټول خدمتونه يې وړیا دي.

زاهدالله هلال له خلکو وغوښتل هغه کسان چې له دوه اونیو ډېر ټوخی او بلغم ولري، د تشخیص او درملنې لپاره دې د نري رنځ مرکزونو ته ورشي.

دیني عالم مولوي سردار ځدراڼ هم له کورنیو غوښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته د نظافت او روغتیا ساتنې مسئلې وښيي.

ده په ځانګړي ډول د ښځو سره د روغتیا په برخه کې د مرستې یادونه وکړه او ويې ویل، ښځو ته باید د روغتیا ساتنې اسانتیاوې ډېرې شي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا د نري رنځ د ناروغۍ درملنه له ۶ تر ۸ میاشتو پورې موده نیسي او باید ناروغ پرته له وقفې په منظم ډول درمل وخوري، د دې ناروغۍ د درملنې په پیلولو سره د ناروغۍ د خپرېدو کچه کمېږي او د درملنې په دوام سره د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی کېږي.

هغه ناروغان چې د سږي نري رنځ لري د ټوخي، پرنجي او د خبرو کولو په وخت کې باید خپله پزه او خوله د یو دستمال په واسطه وپوښي او بلغم هر ځای تو نه کړي.

XS
SM
MD
LG