د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: سږکال د کلیو پراختیا اداره د ۱۴۲۲ میلیونه افغانیو پروژې پلي کوي


د لوګر د کلیو د پراختیا ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د یادې ادارې په چوکاټ کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو د کانالونو د پروژو د پلي کیدو او د څښاک اوبو د څاه ګانو د جوړولو لپاره ۱۴۲۲ میلیونه افغانی بودجه ورکړل شوې ده.

د سې شنبې په ورځ د لوګر د کلیو پراختیا رييس عاشق الله اخلاصیار مشال راډیو ته وویل، چې تېر کال يې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ ځينې مهمې پروژې په نښه کړې وې، چې اوسمهال يې مرکزي حکومت منظوري ورکړې ده.

ده زیاته کړه چې ددې پیسو ډېره برخه به د پخو او خامه سړکونو په رغولو ولګول شي.

ښاغلی اخلاصیار وايي، چې پدې پروژو کې د اوبو کانالونه او د څښاک اوبو لپاره د څاه ګانو کېندل هم شامل دي.

د لوګر د کلیو پراختیا رييس زیاتوي، چې د یادو پروژو په پلي کیدو سره به د سړکونو او اوبو په برخو کې د خلکو یو شمېر مهمې اړتیاوې ترسره شي.

د لوګر د ولایتی شورا رييس حسیب الله ستانکزی وايي، چې روان کال افغان ولسمشر د پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړی او د کلیو د پراختیا وزارت په چوکاټ کې يې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږ زره ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو اعلان کړی دی.

ده وویل، دا چې د لوګر ډیری ښوونځي ودانۍ نلري، نو باید یاد ریاست د خپلې برخې په اندازه ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو کارونه هم پیل کړي.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل غوښتنه کوي، چې یادې پروژې په شفاف ډول پلي شي او خلک يې هم په پلي کیدو کې همکاري وکړي.

ده وویل، تېر کال د نا امنیو او د خلکو د پوره همکارۍ د نه شتون له کبله په محمداغه، خوښۍ او مرکز کې یو شمېر پروژې له پلي کیدو پاتې شوې.

ښاغلي وکیل وویل، که د لوګر ټول خلک د ازرې د سرحدي ولسوالۍ د اوسیدونکو په شان د پروژو په پلي کیدو کې همکار واوسي، نو د لوګر هر اړخیزې پرمختیا ته به زمینه برابره شي.

مدني فعال اصیل خان احمدزی وايي چې ځمکو ته د اوبو د اړتیا سره، سره بیا هم ډېره برخه يې ضایع کیږي، خلک برښنا ته لاسرسۍ نه لري او یو شمېر لیرې پرتې سیمې او ولسوالۍ هم د اساسي سړکونو څخه بې برخې دي.

نوموړی پدې برخه کې د کلیو د پراختیا د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

په لوګر کې د کلیو د پراخیتا ریاست مسوولین داسې مهال په یاد ولایت کې یوازې سږ کال د ۱۴۲۲ میلیونه افغانیو د پلي کیدو خبره کوي، چې د یو شمېر نور ولایتونو اوسیدونکي او چارواکي په یاد وزارت نیوکې کوي، چې د پروژو په تطبیق کې تعادل او متوازنه پرمختیا په پام کې نه نیسي.

وړمه ورځ په ګردیز کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په خپلو خبرو کې ولسمشر ته ګیله وکړه، چې د کلیو پراخیتا وزارت په ځینو وړو ولایتونو کې د کلیوالي خامه سړکونو د جوړولو د برنامې په چوکاټ کې د ۱۴۰۰ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې لري، خو بیا پکتیا په شان پراخ ولایت ته دا ونډه تر ۳۰ میلیونو افغانیو ډېره نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG