د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د کلیوالو ښځو لپاره تعلیم او کسب ته لازم کار نه دی شوی


په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، چې تر اوسه هم د پوهنې او روغتیا پرته په نورو رسمي ادارو کې د ښځو ونډه لږه ده او په ځانګړي ډول د اطرافو او کلیوالو سیمو ښځې له زده کړو، کار او کسب محرومې پاتې شوې دي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې مشال راډیو ته وکړې.

په خوست کې د ښځو د یو ټولنیز بنسټ مشرې نعت بي بي عمري وویل، چې د یاد ولایت په ډیریو لیرې پرتو سیمو کې د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د پام وړ برنامې نه دي عملي شوي.

نوموړې زیاتوي، د مرکز په مربوطاتو کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو اقتصادي مسوولیتونه ورغاړې دي، د یو شمېر پروژو له پلي کیدو وروسته يې اقتصاد څه نا څه ښه شوی دی.

د ۱۸۷۵ ز کال د مارچ په اتمه د نیویارک ښار کارګرو ښځو د خپلو حقوقو لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ، چې دا ورځ بیا د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره یوه تاریخي ورځ وګڼل شوه.

په ۱۹۷۷ زیږدیز کال کې د یونسکو لخوا د مارچ اتمې ته د ښځو د نړیوالې ورځې نوم ورکړل شو، چې له هغه وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ورځ لمانځل کیږي.

د خوست د ښځو چارو رييسې ملالۍ ولي هم د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې له ډونرانو او موسسو وغوښتل چې تر دې وروسته ته دې د مرکز پر ځای د ولسوالیو او اطرافي سیمو اړمنو ښځو ته پروژې پلي کړي.

ملالۍ ولي زیاته کړه:

((مرکز کې خویندې کولای شي دولتي اداراتو ته لاره پیدا کړي، د کار کولو زمینه ورته مساعده ده، مګر له بده مرغه په ولسوالیو کې دا زمینې نشته، خویندو ته باید د کرنې په برخه کې پروژې منظورې شي، هغوی ته د مالداری په برخه کې پروژې منظورې شي، تر څو هغه زموږ غریبې، کونډې او بیچاره خویندې په پښو ودریږي او په خپلو مټو استوارې شي.))

​د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې خبرې کوي او زیاتوي، چې د روغتیا او پوهنې له سکټور پرته په نورو ادارو کې د ښځو ونډه پیکه او کمرنګه ده.

نوموړې وايي، د دولتي پوستونو لپاره په وروستیو ازموینو کې ځينو نجونو او ښځو هم ګډون کړی او دوی تمه لري، چې یو شمېر به يې جذب شي.

زهره جلال وايي، چې د خوست په شان دودیزه او سنتي ټولنه کې له نارینه وو سره په یو دفتر کې ښځو ته د دندو اجراء کول هم ستونزمن دي، نو حکومت دې په ادارو کې د ښځو لپاره ځانته مدیریتونه او شعبې جوړې کړي.

زهره جلال په حکومتي، سیاسي او ټولنیزو بهیرونو کې د ښځو د پراخه ګډون پر وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه یو شمېر دودیز رواجونه ګڼي، چې د قانون د پلي کیدو مخه يې هم نېولې ده.

مدني فعاله عابده سروري وايي، چې ښځې په حکومتوالۍ، سولې، ثبات او د ژوند په نورو برخو کې ښه ونډه اخیستی شي.

دې وايي، که ښځو ته د کار او زده کړو مناسبه زمینه برابره شي، نو ټولنه پرمختګ کوي او اصلاح په کې رامنځته کیږي.

په خوست کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي هم خبرې وکړې او ويې ویل چې حکومت د ښځو لپاره د کار او زده کړو د سالم چاپیریال د برابرولو دنده لري او دوی پدې برخه کې تر یوه بریده هڅې او کوښښونه کړي دي.

خوست والي له خلکو هم وغوښتل چې د دې ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه ونیسي، هغوی ته خپل حقوق ورکړي، ناوړه رواجونه پای ته ورسوي، ښځو او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي، په اقتصادي برخو کې د ښځو له وړتیاوو کار واخلي او د ښځو د هوسا ژوند لپاره خپلې مادي او معنوي هڅې ونه سپموي.

XS
SM
MD
LG