د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په نوي ښوونیز کال کې به د پوهنې د کیفیت د ښه کولو تر څنګ د لیرو پرتو سیمو ښوونې روزنې او د نجونو د زده کړو لپاره د پوره اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار وکړي.

د پوهنې مسوولینو د شنبې په ورځ د نوي ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې له خلکو او د ټولنې له مخورو هم وغوښتل چې د ښوونیز بهیر د ښه کولو لپاره دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

نصیر احمد روښان چې په یادو مراسمو کې ګډونوالو ته د خوست د نوي رييس په توګه وروپيژندل شو، په خپلو خبرو کې وویل، چې په لیرې پرتو سیمو کې د پوهنې د بهیر د ښه کیدو لپاره هڅو ته اړتیا ده.

د پوهنې رييس زیاته کړه، چې د نجونو ښوونې روزنې ته به هم ځانګړې پاملرنه کوي او دوی ته به د زده کړو مناسبې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي روښان وویل:((موږ به زیات تمرکز په لیرې پرتو سیمو وکړو، پدې مانا چې د دې ولایت لیرې پرتې سیمې باید تر دې وروسته محرومې سیمې نه وي او ښوونیزو فرصتونو ته منظم لاسرسۍ ولري، همدارنګه د نجونو تعلیم ته به ډېره پاملرنه وکړو، د پوهنې وزارت درېیم سټراتيژيک پلان د ټولنې د محرومو او زیان منوونکو قشرونو تعلیمي اسانتیاوو ته د لاسرسي د زیاتوالي لپاره ځانګړی پالیسۍ جوړې کړي دي، موږ به د دې پالیسۍ په رڼا کې دوی ته پوره امکانات په اختیار کې ورکړو.))

​خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ولایتي ادارې له اړخه ژمنه وکړه، چې د پوهنې د ښه کولو لپاره به د دوی ټول امکانات د معارف سکټور په خدمت کې وي.

د اجراييه ریاست ارشد سلاکار وزیر الحاج غازي نواز تڼي په ټولنه کې د بې عدالتۍ د له منځه وړلو لپاره له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي.

نوموړي پر سوداګرو او د ټولنې پر نورو قشرونو هم غږ وکړ، چې د پوهنې د ښه توب او پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼي وویل، په نوي ښوونیز کال کې باید ډېره پاملرنه د پوهنې کیفیت ته وشي او پدې برخه کې شته ستونزې ختمې شي.

نوموړي زیاته کړه:((په کمي لحاظ په خپله خلک لیواله دي او کوښښ کوي چې خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي، خو کوښښ وکړئ بل کال چې بیا به له خیره داسې غونډه ولرو، چې په کیفي لحاظ هم هيڅ ستونزه ونلرو، د ولسونو غوښتنه د معارف د کیفي ښيګڼې دی.))

د خوست د نوي ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې د ځايي چارواکو، مدني فعالانو، قومي مخورو او اوسیدونکو سربیره د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د بیلابیلو ښوونځیو ګڼو زده کوونکو هم برخه اخیستې وه.

پدې مراسمو کې یو شمېر ممتازو ښوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

د نوي ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ترانې هم زمزمه کړې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

خوست کې زده کوونکیو ته د درسي توکو وېش پیل شو
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG