د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: یو شمېر سیمې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي


د خوست د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې د یاد ولایت د ځينو سیمو اوسیدونکي لا هم په خپلو نږدې ځایونو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او له ستونزو سره مخامخ دي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې پدې وروستیو کې يې د روغتیايي کلینکونو یو شمېر پروژې تر لاس لاندې نیولي او دوی تمه څرګندوي، چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د خلکو شته ستونزې راکمې شي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند د سیند خور او بټۍ تاڼې په سیمه کې د دوو روغتیايي کلینکونو د ودانیزو چارو د پیلیدو په ځای کې وکړې.

د یادو کلینکیونو په ودانیزو چارو چې څه د پاسه ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښټ راځي، چارواکي وايي، چې د یادو سیمو لس زره اوسیدونکو ته به يې د روغتیايي خدمتونه څخه ګټه پورته کولای شي.

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند مشال راډیو ته وویل، چې د یاد ولایت خلک په پوره اندازه د روغتیايي خدمتونو برخمن نه دي او کوم ځای چې کلینکونه موجود وي، د ناروغانو لپاره په کې لازم دواء درمل نشته.

ښاغلی زړه سواند وايي، په یو شمېر ولسوالیو کې چې ګڼ وګړي لري او سیمې يې پراخې دي، د نویو کلینکونو ایجاد ته په کې اړتیا موجوده ده.

ده هیله څرګنده کړه، چې د دې نویو جوړیدونکو کلینکونو سره به د خلکو ستونزې څه نا څه راکمې شي، خو اړیتاوې تر دې ډېرې دي.

مدني فعال فیض الله غمخور هم وايي، اوس هم په خوست کې داسې پراخې سیمې شته چې هلته کلینکونه نشته، نو حکومت ته بایده دي، چې د دې دوو سیمو په شان نورو دا ډول سپینیو ساحو کې هم روغتیايي مرکزونه ایجاد کړي.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاګټر محمدحبیب شاه انصاري وايي، اوسني جوړیدونکي کلینکونه هم په هغه ځایونو کې جوړیږي، چې اوسیدونکي يې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري.

د ده په وینا یو کلینیک د تریزیو په سیند خور کې جوړیږي، چې ۹،۶ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښټ راځي، دویم کلینیک د بټۍ تاڼې په سیمه کې جوړیږي چې په هغه ۹،۷ میلیونه لګښت کیږي، د فزیوتراپي مرکز اساسي ترمیم ته هم نږدې څلور میلیونه بودجه ځانګړې شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا رييس وايي، چې د نويو جوړیدونکو کلینکونو څخه چې ودانیزې چارې يې په ۶ میاشتو کې بشپړیږي، خواوشا لس زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

بلخوا خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي، چې ځايي اداره پدې هڅه کې ده چې ټولو خلکو ته لازم روغتیايي خدمتونه برابرشي.

خوست والي وايي، په نږدې راتلونکې کې به د صبریو په خلبیسات کې روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او تر څنګ به يې په موسی خېلو کې د یو بل ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې عملاً پیل شي.

ښاغلي حبیبي هیله څرګنده کړه، چې د نویو روغتیايي مرکزونو د کار په بشپړیدو او د خدمتونو په پیلیدو سره به د خلکو د روغتیايي خدمتونو په برحه کې اړتیاوو راکمی راشي.

د خوست مدني فعالان دا هم وايي، چې مسوولین دې د ولسونو د رضایت لپاره د یاد ولایت د روغتیايي خدمتونو له څرنګوالي او د دواء درملو د ورکړې له بهیر څخه جدي څارنه وکړي.

XS
SM
MD
LG