د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د سې شنبې په ورځ د خوست د امنیتي منسوبنیو د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک هاموي ګاډی نیولی او شنډ کړی دی.

په خوست کې د لومړی شایسته لواء چارواکي وايي، چې په یاد ګاډي کې خواوشا درې ټنه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول، چې د ځايي خلکو په همکارۍ کشف او ونیول شو.

د شایسته لواء قوماندان ډګروال خلیل الله خلیل وویل، چې د قضیې په باب له وړاندې کشفي او امنیتي ادارو سره مالومات موجود ول.

ده وویل، پدې ګاډي کې پرمختللي چاودیدونکي توکي چې د ډېر تخریب وړتیا لري، ځای پر ځای شوي وو.

د لواء قوماندان وویل، چې په خوست کې د خلکو او قومونو پرلپسې همکاري د دې لامل شوې، چې د ډېریو امنیتي پېښو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه نیمه میاشت مخکې هم د موسی خېلو ولسوالۍ اړوندو سیمو کې په ورته توګه د امنیتي ځواکونو لخوا د چاودیدونکو توکو ډک موټر نیول شوی وو.

بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دوی کشفي پولیسو د ځانمرګو واسکټ جوړونکو په ګډون يو ویشت تنه نیولي چې په بېلابېلو تروریستي پېښو کې يې لاس لرلو.

​د ننګرهار امنیه قوماندان ستر جنرال عبدالرحمن رحيمي د سېشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د ننګرهار پوليسو يو شمېر هغه کسان چې په بېلابېلو تروریستي پېښو کې يې لاس درلود، نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي. نوموړي وويل:

(( د دوه تنو پاکستانیانو او دوه تنو ځانمرګو واسکټ جوړونکو په ګډون پوليسو يو شمېر کسان چې په ننګرهار ولایت کې يې د ترهه ګریزو بريدونو پلان درلوده، مخکې تر دې چې خپلې موخې ته ورسېږي، پوليس په دې بریالي شول چې دوی ونیسي، بېدون له شکه چې د دوی په نيولو سره د ډېرو تخریبي کړنو او له ډېرو خونړیو پېښو نه مخنیوي شوی دی.))

دی وړاندې وايي چې د تروریستي پېښو ککړ۱۷ تنه پولیسو نيولي اوڅارنوالۍ ته یې پېژندلي دي:

(( اولس تنه چې د ننګرهار پولیسو په ترهه ګریزو پېښو کې نيولي وو، له څېړنو او تحقیقاتو نه وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته محول او دوسیې يې لېږل شوي دي.))

​جنرال رحيمي وايي چې د ننګرهار پوليسو د کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو داسې ډيپو لاسته راوړې چې ډول ډول ماینونه او ځانمرګي واسکټونه په کې تیارېدل:

(( د ننګرهار پوليسو د کوټ ولسوالۍ کې د داعشیانو يوه ډیپو کشف کړی او مواد یې لاسته راوړي چې په دې کې د خودسازه مهمات، خودسازه ماینونه، ريموټ کنټرولونه، هغه نور مواد چې په تروریستي اعمالو کې کار ترې اخيستل کېږي، کشف شوي او لاسته راغلي دي.))

​جنرال رحیمي زیاتوي چې په تېرو پينځو اوونيو کې د ننګرهار پوليسو له ګډو امنیتي ځواکونو سره يو ځای د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۲ ځانګړي عملیات تر سره کړي چې له امله يې ۱۴۱ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي، لس تنه يې ټپيان شوي او ۱۰۵ تنه مشکوک کسان يې نيولي چې ځینې يې بېرته خوشي او ځینې يې عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندلي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پښتون تحفظ غورځنګ تر لاهوره ورسېد
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG