د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت پښتو ته شا کړې 


په نصاب کې پښتو د یو لازمي مضمون په توګه د خېبر پښتونخوا حکومت په لومړیتوبونو کې نه دی او د صوبې په ډېرو پوهنتونو کې د پښتو څانګه نشته.

په خېبر پښتونخوا کې د سکولونو او کالجونو استادان او د پښتو ژبې لیکوالان وايي د تحریک انصاف او جمات اسلامي په مشرۍ د صوبې موجوده حکومت د پښتو ژبې د درس و تدریس په اړه څه واضحه پالیسي نه لري او په تعلیمي ادارو کې يې د پښتو زده کړه له پامه غورځولې دي.

په مالاکنډ کې د یو کالج استاد اقبال شاکر وايي، په نصاب کې پښتو د یو لازمي مضمون په حیث د حکومت په لومړیتوبونو کې نه دی او د صوبې په ډېرو پوهنتونو کې د پښتو څانګه نشته.

؛په مردان کې ولي خان یو ډېر معیاري پوهنتون دی هلته د پښتو څانګه نشته، په سوات پوهنتون کې د پښتو څانګه نشته او دغه شان په شېرینګل کې د بې نظیر بوټو په نوم په پوهنتون کې د پښتو څانګه نشته. په کالجونو کې چې کومې سیمې د پښتنو دي، هلته په کالجونو کې په تېر وخت کې د استادانو یوه یوه چوکۍ وه خو نه د عوامي نېشنل ګوند تېر حکومت او نه موجوده حکومت د کالجونو لپاره دغه چوکۍ منظوري کړي دي.؛

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر او د تعلیم پخوانی وزیر سردار حسین بابک وايي، د هغوی حکومت چې په صوبه کې د پښتو او نورو سیمه ایزو ژبو د ودې لپاره کار پیل کړی وو ، موجوده حکومت پر مخ نه دی وړی.

؛موږ د مورنیو ژبو لپاره د ؛ریجنل لنګویجیز اتهارټي په نوم یوه اداره جوړه کړې وه او پښتو مو په تعلیمي ادارو کې یو لازمي مضمون ګرځولی وو . چې کله د تحریک انصاف حکومت راغلی نو له بده مرغه هغه پالیسي یې له مینځه یوړه او د پښتو پر ځای يې د انګلیسۍ د زده کړو ورکولو پرېکړه وکړه. اوس دوی اخته دي کله له یوه ټولګي او کله بل ټولګي د پښتو مضمون لیرې کوي. موږ به د اسمبلۍ دننه او بهر د دې پالیسۍ یواځې مخالفت نه کوو بلکه مزاحمت به يې کوو ځکه چې مورنۍ ژبه له مینځه وړل د تاریخ تر ټولو لویه غداري ده.؛

د تحریک انصاف له خوا د صوبې د اسمبلۍ غړې او د اطلاعاتو پخوانې وزیر شوکت یوسفزې وايي، پوهنتونونه له مالي ستونځو سره مخامخ دي نو له دې کبله هغه مضمونونو ته ډېر پام کېږي چې د زده کوونکو او پوهنتونونو دواړو لپاره ګټه لري.

؛ دا مهال په لوړو زده کړو کې ډېرې ستونځې دي او پوهنتونونه مالي بحران لري. نو له دې کبله چې هغوی (حکومت) یو نوی کېمپس پرانیزي نو دا هڅه کوي،هغه مضمون شامل کړي چې خلک يې ویل غواړي او پوهنتون پرې هم روان وي. په ښکته کچه په سکولونو کې پښتو د مضمون په توګه اوس هم ښودل کیږي.؛

د ملګرو ملتونو د چارټر تر مخه په مورنۍ ژبه زده کړې د هر زده کوونکي بنیادي حق دی. خو تر اوسه په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د مورنیو ژبو د زده کړو او ودې لپاره څه اوږدمهاله پالیسي مخې ته نه ده راغلې.

XS
SM
MD
LG