د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د زړونو ترمنځ کرښه"


د سف الله کلا ځوان شاعر نصیب خان سنګریار
د سف الله کلا ځوان شاعر نصیب خان سنګریار

د نصیب خان سنګریار په خبره،د ده د شعري مجموعې نوم (د زړونو تر منځ کرښه) په ښکاره او واضح توګه د «ډیورنډ کرښې» خوا ته اشاره ده.

نصیب خان سنګریار د بلوچستان پښتني سیمې کلاسېف الله اوسېدونکی ځوان شاعر دی چې په کم عمر یې شاعري د وطن مینې، د ناامنۍ خلاف غږ او د وطن د کړاونو او دردونو په مقابل کې د مبارزې پېغام ورکړی دی.

د نوموړي شعري مجموعې نوم «د زړونو تر منځ کرښه» ډیورنډ کرښې ته په اشاره استعمال شوی، چې په خبره یې د جبر یوه کرښه ده. له نصیب خان سنګریار سره زموږ همکار، نیازموساخېل د هغه پر شاعري او یادې شعري مجموعې خبرې کړې او دغه مرکه یې برابره کړېده.

نصیب خان سنګریار وایي چې له کوچنیوالي یې له پښتو شعر او ادب سره علاقه لرله او خوا وشا ۲۰۰۷م هغه کال وو چې ده باقاعده او په رسمي توګه په شعر ویلو پېل وکړو. د ده په خبره، د کلا سېف الله پیاوړی او تکړه شاعر عبدالقادر مجرم په لارښوونه او هڅونه یې خپل د شعر مزل پر مخ بوتلی او تر دې ځاییه یې ورسولی چې خپله شعري مجموعه ولري.

نصیب خان سنګریار وایي چې په پښتو شاعرانو کې یې د پخوانۍ او اوسنۍ دورې ټول تکړه شاعران خوښ دي، خو په خبره یې تر ټولو زیات متاثر له دروېش درانی دی.

نصیب خان سنګریار وایي، د ده نږدې ټوله شاعري حماسي او د وطن له مینې او د سیمې له دردونو ډکه ده. د ده په خبره، په خپلو شعرونو کې یې له ترهګرۍ، ناامنۍ او اور لګولو کرکه څرګنده کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس ته پېغام ورکړي چې د سولې، سوکالۍ او خبرو اترو خوا ته هڅه وکړي.

د نصیب خان سنګریار په خبره،د ده د شعري مجموعې نوم (د زړونو تر منځ کرښه) په ښکاره او واضح توګه د «ډیورنډ کرښې» خوا ته اشاره ده. د ده په وېنا،دا کرښه د زمکو د وېش او یا د ولسونو د بېلولو کرښه نه ده، بلکې دا په اصل کې د «زړونو تر مڼخ کرښه» او د جبر کرښه ده. د ده په خبره، دغې کرښې د ده پر سوچ او فکر دومره اغېزې کړې دي، چې خپله شعري مجموعه یې هم په اړوند نوم نومولې. دی په دغه اړه له خپل کتابه دغه شعرونه وړاندې کوي:

یوازې دغه نه ده، د قامونو تر منځ کرښه

را کښلې ظالمانو ده، د زړونو تر منځ کرښه

د ذات او پات خبره به،یو وخت له منځه وځي

ټولېږي به ضرور ده،سرحدونو تر منځ کرښه

XS
SM
MD
LG