د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پنجاب کې د ناقانونه ډلو ضد کاروايي د ستایلو ده"


پنجاب صوبه وایې چې د ناقانونه تنظیمونو پشمول غیر ریاستي عناصرو خلاف به په مستقل بنیادونو کاروایې کوي.

د پنجاب صوبې د قانون اوداخله چارو وزیر رانا ثناوالله له یو شخصي پاکستاني ټیليويژن سره په خبرو کې د زیارت په شپه ویلي دي چې د پنجاب صوبې حکومت د وسله والو خلاف د اپریشن صلاحیت لري او د پنجاب صوبې په ځینو علاقو کې به د مجرمینو خلاف کاروایي لپاره د رینجرز ځواک مرسته اخیستل کېږي.

د رانا ثناوالله په وینا چې د ناقانونه تنظیم جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر یې په تحویل کې اخیستی دی او که د هند پر پټانکوټ پوځي اډه په برید کې د هغه نوم ثابیتېږي نو بیا به په باقاعده توګه نیول کیږي. او د هغه تنظیمونو او هغه خلکو لپاره دا د ریاست، حکومت او قوم لخوا یو واضحه پیغام دی چې قانون نافذونکې ادارې به پرې کلک نظر ساتي.

یاده دې وي چې په دې نزدو کې د نورو صوبو او کار پوهانو لخوا په پنجاب کې د ناقانونه تنظمیونو خلاف کاروایي نه کولو له وجې د پنجاب صوبې پر حکومت تنقیدونه شوي ول.

د کارپوهانو په نظر چې د پنجاب صوبې لخوا د ناقانونه تنظیمونو خلاف د کاروایي دا فیصله د هند پټانکوټ پیښې پس مخې ته راغله.

د سیاسي چارو کار پوه امتیاز ګل وایې چې د پنجاب صوبې لخوا د ناقانونه خلاف د کاروایي فیصلې هرکلی کوي.

،،دا ډېره ښه خبره ده چې د پنجاب صوبې حکومت ډېره موده پس اعتراف وکړو چې دلته هم داسې د یو کاروایې ضرورت دی. د ملک دننه او بهر غوښتنې کېدلې، په پنجاب کې داسې خلک موجود دي چې د پاکستان، هند او افغانستان لپاره خطره جوړوي نو زما په خیال دا ډیره ښه خبره ده چې د پنجاب صوبايي حکومت د دې عناصرو خلاف د کاروایي فیصله وکړه،،

د سیمه ایزه چارو کار پوه عصمت وزیر په وینا چې د ناقانونه تنظیمونو خلاف کاروایي به پنجاب صوبې ته مشکلات پېښ کړي خو د وزیرستان غوندې له جنوبي پنجابه د وسله والو مخنیوي کول به ګران نه وي.

،،دې ناقانونه تنظیمونو ته د پاکستان ملګري ملکونه په باقاعده توګه مالي مرستې ورکوي نو په دې کې دا یو مشکله راځي چې کله موږ د هغه مالي مرسته کموو او له دې علاوه اوس چې کومه د ایران او سعودي عرب معامله روانه ده نو د دې په تناظر کې هم دا یوه ګرانه فیصله کیدلی شي خو دومره هم ګرانه نه ده چې ته په وزیرستان کې اپرېشن کولی شي او هلته نه وسله وال ایستلی شي نو په جنوبي پنجاب کې د دې خلاف کاروایې ګرانه نه ده،،

یاده دې وي هند ویلي ول چې د هند په پټانکوټ پوځي اډې برید کې وسله واله ډله جیش محمد ککړه ده او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هند ته باور ورکړی وو چې په دې لړ کې به تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG