په افغانستان کې سوله د یو تجارت بڼه خپله کړې ده. روس خپل کوښښ کوي، قطر او پاکستان خپلې هڅې کوي. په پاکستان کې کیدونکې خبرې به په افغان حکومت او ولس منفي اغېز ولري
افغان حکومت وایي، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی او تمه ده چې سږ کال به د دغې پروژې د تطبیق چارې پیل شي.
دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي، چې د نورو اړخونو پر ځای دې د سولې لپاره افغان حکومت سره خبرو اترو ته تیار شي.
افغان طالبان وايي ، مرکچیان به یې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په اسلام اباد کې له امریکايي او پاکستانیو چارواکو سره د امن د خبرو اترو په لړ کې لیده کاته وکړي.
افغان طالبانو د امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره د ۱۴ کسيز پلاوي اعلان کړی دی. دې وسله والې ډلې نن (د فرورۍ په دولسمه) مطبوعاتو ته لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پلاوی به د قطر سياسي دفتر مرستيال مشر، عباس ستاکزي په مشرۍ د امريکايانو سره خبرې کوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو غوښتي چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونه دې ومني.
ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد سفر پرون یکشنبه د فبروري له لسمې پيل شو.
افغان ولسمشر وايي، که طالبان وغواړي نو دی حاضر دی چې په کابل، کندهار یا ننګرهار کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.
د ننګرهار د نوي والي په توګه د شاه محمود مياخېل د پېژندنې په دې غونډه کې چې نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله.
پوښتنه داده چې ولې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او روسيې له خوا د خبرو او غونډو دوه جلا بهیرونه پرمخ وړل کېږي؟
د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونونو د افغانستان د سولې عالي شورا هېله منده کړې ده.
"زما په نظر د سولې جوړجاړی چې څومره ژر وشي هغومره ښه دی. زه پوهېږم چې را روان انتخابات د سولې موافقه له جنجال سره مخامخ کوي، خو د افغانستان لپاره به ښه وي که تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي. موږ دا غوره ګڼو چې تر جولای مخکې موافقه وشي او طالبان هم دې پروسې ته راولو. "
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته