د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې په موافقو کې باید د ښځو حقونه خوندي وي: خوستۍ فعالانې


خوستۍ فعلانې
خوستۍ فعلانې

خوست ـ په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې او وسله والو طالبانو سره د پخلاینې په خاطر هڅې چټکې شوي، د خوست یو شمېر ښځينه مدني فعالانې غوښتنه کوي، چې په سوله کې باید د ښځو حقونه او پرمختګونه خوندي وساتل شي.

دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي، چې د نورو اړخونو پر ځای دې د سولې لپاره افغان حکومت سره خبرو اترو ته تیار شي.

خوستیانې زیاتوي، که څه هم په هېواد کې ناخوالې او جګړې دوام لري، خو بیا هم په وروستیو ۱۸ کلونو کې ښځو ته د زده کړو او تحصیل زمینې برابرې شوي، په حکومتي ادارو او غیر دولتي موسساتو کې پر کار بوختې دي او ښځو ته حتی د وزیرانو په کچه د هېواد په مدیریتي چارو کې ونډه ورکړل شوې ده.

خوستیو فعالانو یادې غوښتنې د فبرورۍ پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې شریکې کړې.

د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان وویل، خوستۍ فعالانې د سولې د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې په هغه کې د افغانو ښځو حقونه تضمین وي او د دوی د ژوند د ښه کولو او پرمختګونو لامل وګرځي.

خوستۍ مدني فعالانې زیاتوي، د نورو قشرونو په پرتله د جګړې په دواړو خواوو کې ښځې ډېرې زیانمنیږي، ځکه چې وژل شوی یا معیوب شوی کس د یوې ښځې ورور، زوی، پلار او یا خاوند وي او بالاخره د هغه په نشتون او یا معیوبیدو کې د کورنۍ او ماشومانو د تربیت او پاللو مسوولیت د ښځو غاړې ته لویږي.

په خوست کې د ښځو د یو مدني بنسټ مشره نادیه باوري وايي، له شخړو او جګړو ښځې متاثره کیږي او ډېر کله په دا ډول پيښو کې د کورنۍ او ماشومانو د پاللو مسوولیت د دوی غاړې ته لویږي. نو پدې اساس ښځې د دایمې سولې غوښتونکې دي، نه داسې چې بیا جګړې پرې وتپل شي.

نادیه باوري هم د نورو عامو افغانانو په شان د افغانستان د سولې په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو مداخلو او لاس وهنو ته هم په انديښنه کې ده او وايي، دولت او وسلوال طالبان باید هڅه وکړي، چې په خپلو مخامخ خبرې وکړي.

د زرغونې په نوم یوه بله مدني فعاله وايي، که سوله وي ښځې په کې تعلیم کولی شي، پوهنتون ویلی شي، کار او دنده ترسره کولی شي، نو له افغان دولت غواړي چې د سولې لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

دې هم له وسله والو طالبانو غواړي، چې له افغان دولت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي، ځکه افغانستان د دوی هم هېواد دی، نو دوی هم باید د دې هېواد په پرمختګ او له شته ستونزو څخه په خلاصولو کې خپل رول ترسره کړي.

په افغانستان کې له ښځینه فعالانو سره له هغه وروسته د سولې د وروستیو هڅو په باب اندیښنې زیاتې شوې، چې په دې ټوله پروسه او مختلفو ناستو کې د ښځو حضور ته پوره پام ونشو.

د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال وايي، د سولې په ټولو خبرو اترو کې د ښځو ونډه باید په دې اندازه پیکه او کمرنګه نه وای.

دې وايي، د نارینه وو په شان افغانې ښځې هم پرمختګ، پیاوړی اقتصاد او ټولنیز ګډون غواړي او خپلو غوښتنو به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG