د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې عالي شورا د خلیلزاد د خبرو هر کلی وکړ


زلمی خليلزاد

پراګ - د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونو د افغانستان د سولې عالي شورا هېله منده کړې ده.

د زلمي خلیلزاد له دې تازه څرګندونو وروسته چې هڅه کېږي په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو دمخه له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي، د سولې عالي شورا وايي، په عمل کې د دغو خبرو د پلي کېدو غوښتونکي دي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري نن [د فبرورۍ پر نهمه] مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي هڅې د قدر وړ دي او دوی هم هېله مند دي چې ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

ده وویل:​ "موږ له هرې همغږې هڅې ملاتړ کوو او کومې هڅې چې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیلزاد له خوا روانې دي، له موږ سره همغږې دي، موږ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره د سولې د خبرو د پیل لپاره چې پرېکړه کوونکې به وي، هېڅ فرصت او ممکنه لاره له لاسه نه ورکوو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر اتمه په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې ویلي، هېله مند دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو دمخه ترسره وشي.

خلیلزاد ویلي چې د سولې هوکړه به د جولای میاشتې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو او دغه شان په دغو ټاکنو کې د یادې ډلې د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

خلیلزاد دغه شان ویلي چې دوی ژر ترژره په افغانستان کې د اوربند غوښتونکي دي خو په خبره یې چې طالبان یې پلوي نه دي، ځکه دوی غواړي له دې د وسیلې په توګه کار واخلي.

ټاکل شوې چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ راتلونکی پړاو خبرې چې ډېرې هیلې هم ورپورې تړلې دي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې په قطر کې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، په افغانستان کې ټولې خواوې د سولې غوښتونکې دي، خو نوموړی ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه باید هر اړخیزه وي.

دی وایي: "هېله مند یم چې د خلیلزاد خبرې د ټولو خواوو قناعت خپل کړي او ورنه ملاتړ کوو، هېله مند یم چې خدای مه کړه، داسې کار ونه شي چې هوکړه ډېره سطحي او د ټولو اړخونه په پام کې له نیولو پرته ترسره شي او په راتلونکي کې نورې ستونزې پیدا کړي."

طالبانو مخکې تر دې له حکومت سره خبرې رد کړي او دا موضوع تر اوسه پورې د سولې د بهیر په وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

خو خلیلزاد چې تر اوسه یې په څو ځلي د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره خبرې کړي، وايي چې داسې ښکاري چې طالبان د څو اړخونو په حضور کې حکومت سره د خبرو لپاره غاړه کېږدي.​

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د هند په یوه ایالت کې د اور مېله جوړه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG