د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار نوي والي شاه محمود مياخېل دنده پېل کړه


د ننګرهار ولایت نوی والي شاه محمود مياخېل

د افغانستان د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر د حکم په اساس شاه محمود مياخېل د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د والي په توګه ولسونو ته وروپيژانده.

والي ژمنه وکړه چې په ننګرهار کې به سولې ته کار کوي او د فساد او غصب مخنیوي به کوي.

د ننګرهار د نوي والي په توګه د شاه محمود مياخېل د پېژندنې په دې غونډه کې چې نن [ د فبرورۍ پر نهمه] د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله.

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مرستيال روح الله نيازي د ولسمشر د حکم هغه برخه د غونډې د ګډونوالو پر وړاندې ولوسته چې شاه محمود مياخېل يې د ننګرهار د والي په توګه معرفي کړی و.

په غونډه کې د ننګرهار پخواني والي حیات الله حیات هم برخه لرله. نوموړي په خپلو خبرو کې يو ځای وویل چې د خپل کړي ماموریت په اړه هر وخت حساب ورکولو ته تيار دی:

"زه له والي صاحب سره د ده د يوه کشر ورور په صفت او د ننګرهار له ولسونو سره که په ننګرهار کې نه یم او بل ځای ته ځم، زه تاسې په خدمت کې یم. هر هغه څه چې زما د ماموریت پر وخت کې شوي، زه هم په دې دنیا او هم په هغې دنیا حساب ورکولو ته اماده یم."

په غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو قومونو استازو هم ویناوې واورولې. ملک عثمان شينواري ژمنه وکړه چې ولسونه به له نوي والي سره د امن په راوستو او د غصب په مخنيوي کې پوره مرسته کوي: "والي صاحب ولسونه له تاسو سره دي، دا د ننګرهار خلک دي، شریف خلک دي، سوله غواړي، امن غواړي او غاصبین درسره په شریکه وهوو."

نوي والي شاه محمود مياخېل ژمنه وکړه چې سولې ته به کار کوي او د فساد او غصب مخه به نیسي: " ما ته یو چا ویل چې ننګرهار ته د والي په توګه ځي، داسې به کوې او هاغسې به کوې، ما ورته ویل چې زه ننګرهار کې خپل ځان سموم، چې ځان دې سم کړو، ټول خلک سمېږي. زه درسره دا تعهد کوم چې نه به رشوت اخلم، نه به يې ورکوم او نه به په د چا واسطه کوم."

د ذکر وړ دهچې شاه محمود مياخېل کابو څلور لسیزې وړاندې په پېښور کې د امریکا غږ راډيو پښتو او دري برخې د خبریال په توګه رسمي دنده پيل کړې وه، بيا يې په بېلابېلو نړیوالو موسسو کې کې خپله وړتیا ښودلې وه، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت معين هم پاتې شوی او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې د انسټيټيوب مشر و.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

انسان ژغورونکي سپي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG