د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: که طالبان وغواړي، کابل کې دفتر ورکوو


افغان ولسمشر په غني خېلو کې د شینوارو مشرانو ته وینا وکړه.
افغان ولسمشر په غني خېلو کې د شینوارو مشرانو ته وینا وکړه.

جلال اباد ـ افغان ولسمشر وايي، که طالبان وغواړي نو دی حاضر دی چې په کابل، کندهار یا ننګرهار کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د فبرورۍ په ۱۰مه، د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال خلکو ته په وینا کې وکړې. نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو د سیاسي دفتر ساتنه به هم د دوی پر غاړه وي.

نوموړي د افغان ګډو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې په دې سيمه ( شینوارو ) کې يې په پياوړي همغږۍ سره دښمن له منځه یوړو.

خلک د ولسمشر غني غونډه کې ناست دي
خلک د ولسمشر غني غونډه کې ناست دي

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه چې سوله راتلوونکې ده او په دې برخه کې د خپل سر قربانۍ ته هم تیار دی.

ولسمشر غني د شینوارو ولسوالیو له خلکو سره ژمنه وکړه چې د جنګونو له امله د دوی ویجاړ شوي کورونه به یې ورغوي او ډاډ يې ورکړ چې د ملي امنيت له لوري به د پاڅون کوونکو پوره ملاتړ وشي.

ولسمشر د شینوارو د مېړانې ستاینه وکړه.
ولسمشر د شینوارو د مېړانې ستاینه وکړه.

دا غونډه چې د شینوارو ولسوالۍ اړوند ملي اردو کنډک کې جوړه شوې وه، د شینوارو په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل، په ننګرهار کې د شنیوارو په ګډون ټول قومونه او ولسونه له دولت سره همکار دي او دولت به هم د ولسونو متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

قومي مشر ملک نذیر له ولسمشره مننه وکړه چې شینوارو ته ولاړ او د خلکو ستونزې يې له نږدې واورېدې. نوموړي زیاته کړه، د شکر ځای دی چې ټولې تروریستي ډلې د ولسونو په مرسته ملي او دفاعي ځواکونو نابودې کړې دي.

په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅوون کوونو په استازولۍ حاجي معاون له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د ملي امنيت ادارې ته سپارښتنه وکړي چې په ننګرهار کې پاڅوون کوونکې د اوږده مهال لپاره تجهیز، اکمال او ملاتړ يې وکړي.

د ذکر وړ ده چې ولسمشر غني سره په دې سفر کې د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار، د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، د ملي امنیت عمومي رييس معصوم ستانکزی، د کابيني يو شمېر غړو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو ملتیا کوله.

XS
SM
MD
LG