د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرانو جرګه: طالبان دې په کابل کې د دفتر وړاندیز ومني


فېروز عزیزي

کابل ـ د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو غوښتي چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونه دې ومني.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسمشر اعلان وکړ چې په کابل کې طالبانو ته د دفتر ورکولو او د هغوی د امنیت ټینګښت ته حاضر دی، د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، فکر نه کوي چې طالبان به د حکومت دغه وړاندیز ته هم مثبت ځواب ووایي.

د دغې جرګې مرستیال منشي فیصل سمیع د فبرورۍ پر ۱۱مه، مشال راډيو ته وویل، که طالبان د حکومت دغه وړاندیز ته ځواب ووایي، د سولې د مذاکراتو پر پروسې به مثبت اغېز وکړي.

"هغه خبرې چې ولسمشر وکړې، په افغانستان کې د سولې لپاره، ګټورې دي. په دې شرط چې طالبان دا درک کړي او حاضر شي چې له حکومت سره مذاکره وکړي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، د حکومت هېڅ یو غږ ته طالبانو مثبت غبرګون نه دی ښودلی."

نوموړی وايي، طالبان لا هم په تصمیم نیونه کې خپلواکه نه دي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د دغه دفتر په رسمي کېدو خبرې کړي.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

هغه د ولسمشر غني وروستیو خبرو ته په اشارې وویل، محمد اشرف غني غواړي چې اصلي موضوع بدله کړي او د سولې هڅو ته زیان ورسوي.

له دې سره د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي صالح محمد صالح وایي، حکومت باید لومړی له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو هوکړې ته ورسېږي او بیا دې د دوی د دفتر پر څرنګوالي خبرې وکړي.

دا وړاندیزنه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په داسې حال کې مطرح کېږي چې لا هم طالبان له حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي او ویل کېږي چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني.

په ورته وخت کې سیاسي کارپوه ناصر شفیق وایي، که په کابل کې د دفتر د جوړولو وړاندیز د دغې ډلې له لوري ومنل شي، د سولې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره به یو مثبت ګام وي.

"زه فکر کوم، که په هېواد کې دننه د طالبانو امنیت ونیول شي او په دې برخه کې نړیوال ضمانت هم موجود وي، ښه ده چې د سولې د مذاکراتو لپاره په کابل کې دوی ته دفتر جوړ شي."

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته په کابل کې د دفتر د پرانیستې وړاندیز کوي چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې په تړاو ډېرې خبرې په قطر کې د دغې ډلې په دفتر کې شوې دي، هغه ځای چې په راتلونکو څو ورځو کې به یو ځل بیا د طالب استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو شاهد وي.

XS
SM
MD
LG