د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې په روانو خبرو اترو کې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی؟


طالب استازی شېر محمد عباس ستانکزی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
طالب استازی شېر محمد عباس ستانکزی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

پراګ - امریکا او روسیه په جلا ډول د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د روانو خبرو ملاتړ کوي.

که له یوې خوا د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د اوږدې جګړې پای ته رسېدل تر بل هر وخت نېږدې ښکاري، بل لور ته بیا د دې احتمال هم شته چې په دې برخه کې متضادې اجنډاوې به د افغانستان د سولې بهیر منحرفه کړي.

په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې امریکا او روسیه چې دوه زاړه سیالان دي، د افغانستان د سولې لپاره د خبرو اترو له دوو جلا بهیرونو ملاتړ کوي، هغه څه چې وضعیت يې پېچلی کړی دی.

طالبانو د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

وروسته بیا طالب استازو د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ په مسکو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له شاوخوا۴۰ افغان سیاستوالو سره غونډه وکړه.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او طالب استازی شېر محمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او طالب استازی شېر محمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې

د افغانستان په اړه د سولې د خبرو اترو په دې دواړو غونډو کې افغان حکومت ونډه نه درلوده.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې له هر ډول خبرو انکار کړی دی.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او روسيې له خوا ولې د خبرو او غونډو دوه جلا بهیرونه پرمخ وړل کېږي؟

د سیاسي چارو کتونکي په دې باور دي چې روسیه غواړي د امریکا په ملاتړ د افغانستان د سولې بیر له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د څېړونکو د شبکې یوه غړي توماس روتیګ وايي، د روسيې په ملاتړ خبرې تر ډېره له امریکا سره د مسکو په سیالۍ پورې تړلې دي.

د روسيې د بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف د فبرورۍ پر څلورمه امریکا تورنه کړه چې له طالبانو سره يې د سولې بهیر په ځان پورې منحصره کړې او د هغه په وینا، دا خبرې اترې په پټه ترسره کېږي چې د سیمې هېوادونه پرې خبر نشي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه هارون میر مشال راډیو ته وویل چې په دوه جبهو کې د سولې خبرې کول اصلاً د طالبانو ستراتیژي ده.

په جلا ډول د افغانستان د سولې د خبرو اترو پایلې به څه وي؟

کتونکي وايي، یوه پایله به يې د ولسمشر اشرف غني د حکومت او د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون د افغان سیاستوالو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل وي.

توماس روتیګ وايي، روسیه د افغان سیاسي ډلو ترمنځ د یووالي نه، بلکې د هغوی ترمنځ د تفرقې اچولو په لټه کې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې کبله چې حکومت يې د امریکا په ملاتړ او د روسيې له خوا د افغانستان د سولې له خبرو اترو بهر پاتې دی، په غوصه دی.

د ولسمشر غني دفتر د افغانستان د سولې په اړه د مسکو پر غونډه انتقاد کړی او په هغې کې يې ګډون کوونکي افغان سیاستوال تورن کړي دي چې د واک د لاسته راوړلو په لټه کې دي.

په روانو خبرو اترو کې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی؟

د بحران د نړیوال سازمان سلاکار او د افغانستان څېړونکی ګرایمي سمیټ په دې باور دی چې هېڅ څوک ګټونکی او بایلونکی نه دی، ځکه چې په پای کې د دې خبرو ګټه ټولو ته رسېږي.

افغان حکومت چې تر دې مهال له دې خبرو اترو بهر پاتې شوی دی، ښايي فکر وکړي چې لوی بایلونکی دی.

خو کتونکی هارون میر وايي، د حکومت تر څنګ هغه ټول سیاستوال چې د اساسي قانون پر اساس يې د افغانستان له ۱۸ کلن بهیره دفاع کړې ده، فکر کوي چې بایلونکي دي.

په همدې حال کې په سیمه کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ووټل ویلي دي چې افغان حکومت باید د افغانستان د سولې په هر ډول خبرو کې شامل وي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر غني سره په خپل وروستي ټيلیفوني تماس کې ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې تر ټینګښت پورې به امریکا د افغان حکومت ترڅنګ وي.

XS
SM
MD
LG