د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوالو د مې پر اتمه جرګه وربللې ده


د انګور اډې خلک د خپلو غوښتنو لپاره له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په احتجاج دي ـ د فبرورۍ درېیمې انځور.
د انګور اډې خلک د خپلو غوښتنو لپاره له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په احتجاج دي ـ د فبرورۍ درېیمې انځور.

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې پر احتجاج ناست مشران وايي، د مې پر اتمه يې یو لویه جرګه ورغوښتې چې پر خپله راتلونکې کړنلاره به بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یوه مذاکراتي ډله ټاکي.

له افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کېدو پرضد د روان پرلت یو مشر محب وزیر د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د حکومت له غاړې له پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره څوک نه دي ورغلي.

د پرلت یو بل مشر جنت میر ثاقب وايي، په دې لویه جرګه کې به له حکومت سره د خبرو سپینولو لپاره د لارو چارو لټولو هڅه کېږي.

خو د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان د دغو پرلتوالو تر څرګندونو وروسته د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، "د پاسپورټ او ویزې پالیسي د مرکزي حکومت ده. دا له افغانستان سره د ټولو لارو لپاره ده."

هغه وویل، د پولې دواړو غاړو ته پراته قبایل د پاسپورټ په ښوولو تګ راتګ کولای شي خو افغانان به د ویزو تر لګولو وروسته پاکستان ته پرېښوول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د مرکز لخوا د ټاکلې پالیسۍ بدلون د هغوی په واک کې نه دی نو د انګور اډې خلک دې خپل احتجاج ختم کړي.

تر دې وړاندې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازي مشال راډیو ته ویلي ول چې د انګور اډې د پرلتوالو د غوښتنو په اړه له چارواکو سره په اړیکه کې دی.

زبېر وزیر د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د سیمې د خلکو د تعلیم او نورې ستونزې حل شي خو بې له پاسپورټ او ویزې پر پوله د خلکو تګ راتګ ممکن نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.

پرلتوال وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د پرلت یو مشر محب وزیر د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزو د شرطونو او په سیمه کې د تعلیم، انټرنېټ، صحت او بنیادي سهولتونو د نشتوالي پرضد یې هغه احتجاج پيل کړی دی.

هغه وویل "مخکې د سیمې خلکو پر شناختي کارډ تګ راتګ کاوه، دوی (حکومت) هغه بند کړی دی. زموږ خپل بچیان ایسار دي. تګ راتګ نه شي کولای. "

بلخوا زبېر وزیر ويلي چې د صوبې له اعلا وزیر سره یې د انګور اډې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي او هڅه کوي چې په بیړنۍ توګه په سیمه کې ابتدایه ښوونځي جوړ کړي او هلته د بجلۍ رسد لپاره ټرانسفارمرې ولګوي.

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د تېر کال اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بلوچستان سوداګرو هم په وار وار د چمن پرلتوالو په ملاتړ د صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کړي دي.

هغوی ویلي چې د چمن پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي او د ډیورنډ پر کرښه دې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم شي.

سوداګر وايي، د هغه شرط له وجې په صوبه کې کاروبار اغیزمن شوی دی.

 د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت د ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG