د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی


د تاپي پروژې نقشه
د تاپي پروژې نقشه

پراګ ـ افغان حکومت وایي، په پنځو ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی او تمه ده چې سږ کال به یې د تطبیق چارې پیل شي.

د یادې پروژې د عملي چارو له پرانیستلو یو کال وروسته اوس افغان حکومت وایي چې په تخنیکي، ماینونو، چاپېریال، د ځمکې د استملاک او ټولنیزو چارو کې یې سروې بشپړه شوې ده.

په مالي او بانک‌دارۍ چارو کې د ولسمشر سلاکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د فبرورۍ پر ۱۴مه له کانونو او پترولیم وزارت له مرستیال، د ټاپي پروژې د کمپنۍ له مشر او د چاپېریال ساتنې ادارې له مشر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې په کابل کې په روان کال کې د دغې پروژې د چارو له پیل او پرمختګ ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:​ "د دغې پروژې عملي چارې پیل شوي، ټول ټيمونه پنځه ولایتونو ته تللي او سروې یې کړې، موږ معلومات راټول او هوکړه‌ لیکونه مو بشپړ کړل، د تدارکاتو پروسه ډېره اوږده ده، په‌ دې اړه له نړیوالو بانکو سره باید خبرې وشي موږ هیله‌مند یو چې دغه ټول پړاونه بشپړ او د جوړولو چارې یې سږ کال پیل شي."

احمدي دا هم وویل چې د ټاپي پروژې لګښت له ۱۵ میلیاردو څخه پنځو میلیادو ډالرو ته راښکته شوی او د جوړولو لپاره‌ یې ایټالوي، الماني او ترکي شرکتونه ټاکل شوي دي.

​د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال سید محبوب‌الله رباني هم په‌ دې ناسته کې وویل چې د دغې پروژې اجراء د سترو نړیوالو شرکتونو له لوري شوې، د تېلو او انرژۍ په برخه کې سپما شوې او په کلني ډول به ۴۰۰ میلیونه ډالر د دغه پایپ‌لاین د حق‌العبور له درکه ترلاسه کېږي.

ټاپي له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته او بالاخره هند ته د ګازو د انتقال یوه ستره او مهمه اقتصادي پروژه ده.

د دغې پروژې پایپ‌ لاین له ترکمنستانه تر هند دوه زره کېلو متره اوږد والی لري چې ۸۱۶ کېلو متره به‌ یې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او له کندهار ولایتونو تېرېږي.

په‌ دې غونډه کې د ټاپي پروژې د پایپ‌ لاین کمپنۍ مشر محمد مراد امانوف د دغې پروژې پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او ویې‌ ویل چې دا پروژه د څلورو هېوادونو له ملاتړه برخمنه ده.

هغه د ټاپي پروژې د چارو د پرمختګ په اړه وویل چې د تړونونو د لاسلیک پړاو یې روان دی.

امانوف زیاته کړه:​ "دا مهال له افغانستان سره قرارداد د ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره لاسلیک شوی او دغه‌ شان یو قرارداد به د ۲۰۱۹م کال د روانې فبرورۍ په میاشت کې له پاکستان سره هم لاسلیک شي، دا چې د ګازو تر څنګ نورې کومې برخې په قرارداد کې شاملې شي؟ په‌ دې اړه هم خبرې روانې دي او موږ منتظر یو چې ژر به نتیجه ورکړي."

دا په‌ داسې حال کې ده چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر شاه زمان میوندي د ټاپي پروژې د پایپ‌ لاین کمپنۍ د راپور له څېړنې وروسته د کمپنۍ مشر ته چاپېریالي جواز ورکړ او ټینګار یې وکړ چې له‌ دې پروژې به څارنه هم کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر وویل، د چاپېریال ساتنې د قانون له مخې د خصوصي سکټور ټول شرکتونه او دولتي ادارې مکلفې دي چې د پروژې د چارو له پیل وړاندې د چاپېریالي اثراتو په اړه راپور برابر او چاپېریالي جواز دې ترلاسه کړي.

د ټاپي پروژې د پایپ‌ لاین عملي چارې د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندي چارواکو په حضور کې په هرات ولایت کې پرانیستل شوې.

ولسمشر غني د دغې پروژې د پایپ‌ لاین د پرانیستې پر مهال ټینګار وکړ چې دا پروژه سره له دې چې برښنا او ګاز راوړي، زرګونه کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

XS
SM
MD
LG