د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد د شپږو هېوادونو پر سفر دی


زلمي خلیلزاد په جنورۍ کې له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی وو
زلمي خلیلزاد په جنورۍ کې له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی وو

پراګ - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د فبرورۍ له ۱۰مې څخه د اسیا او اروپا ځېنو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

بېلجییم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې زلمی خلیلزاد به د فبروري تر پایه پکې د افغان سولې د پروسې په اړه پر خبرو بوخت وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۰مه په یوه اعلامیه کې وویل چې خلیلزاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره د افغان سولې په تړاو د ګڼ اړخیزو هڅو په چټکتیا وغږېږي او له افغان حکومت سره به مشورې وکړي.

په بیان کې راغلي: "دا سفر د هغو هڅو برخه ده چې امریکا د خپلو ملي امنیتي ګټو د خوندیتوب او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره روانې کړي دي."

د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خاص استازي دا پېنځم سفر دی چې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته یې کوي.

خلیلزاد ۱۰ ورځې مخکې خپل یو سفر چې پکې نوموړی هند، چین، پاکستان، قطر او افغانستان ته ولاړ، پای ته ورساوه.

ده په قطر کې د طالبانو له استازیو سره شپږ ورځې خبرې وکړې او ویې ویل چې په مذاکراتو کې د "پام وړ پرمختګ" شوی.

خلیلزاد مخکې ویلي ول چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د عسکرو د وتلو په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی، خو د بین‌ الافغاني خبرو او بشپړ اوربند په څېر ډېر حیاتي مسایل لا هم پاتې دي چې کار غواړي.

د رویټرز اژانس له رپورټ سره سم، خلیلزاد دا وار د فبروري پر ۲۵مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.

خلیلزاد د فبرورۍ پر ۱۰مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان تر خپرېدو، څو شېبې وروسته پر ټوېټر ولیکل چې په واشنګټن کې یې له بېلابېلو چارواکو سره د افغان سولې په بهیر کې د امریکا د حکومت پر پرمختګونو خبرې کړي.

د خلیلزاد د هڅو یوه لویه برخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره دي.

دا هغه څه چې افغان حکومت یې غواړي خو طالبان ورڅخه انکاري دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اتوار پر ورځ د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته په سفر کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې ورسره وکړي او حکومت چمتو دی چې په کابل یا بل هر ځای کې دفتر ورکړي.

ولسمشر غني د ننګرهار په غني خیلو کې د وینا پر مهال
ولسمشر غني د ننګرهار په غني خیلو کې د وینا پر مهال

ولسمشر غني وویل:

​"موږ پایداره سوله راوړو. هغه سوله کې به اول د ټول افغانستان عزت وي. طالبان که دفتر غواړي سبا یې په کابل کې ورکوو، ننګرهار کې، کندهار کې یې ورکوو. که موږ د دوی امنیت و نه‌ ساتو موږ مسوول یو. ۳۳ زره کسان راغلل، په اوربند کې اوبه له اوبو وخوځېدې؟ دا امنیتي ځواکونه راغلل وايي، وروڼه دي، عکسونه یې ورسره وا نه‌ خیستل؟"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازولۍ ویاند سهیل شاهین د یکشنبې پر ورځ له رویټرز اژنس سره په مرکه کې ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر د رسمي کېدو غوښتنه مطرح کړې.

ده په ننګرهار کې د افغان ولسمشر اشرف غني خبرو ته په اشارې ویلي چې د ده په خبره غني غواړي مسله بلې خوا ته واړوي او د سولې روانو خبرو ته ضربه ورسوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د تېر ۲۰۱۸ز کال د فبروري پر ۲۸مه له طالبانو سره له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ او له هغه وخت راهیسې یې په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان لپاره دایمي او با عزته سوله غواړي.

رپورټ: صفي‌ الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG