پراګ ـ افغان طالبان وايي ، مرکچیان به یې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په اسلام اباد کې له امریکايي او پاکستانیو چارواکو سره د امن د خبرو اترو په لړ کې لیده کاته وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۱۳مه ویلي، چې د دوي پلاوی به له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره هم وګوري او د پاکستان او افغانستان پر اړیکو به هراړخیزې خبرې اترې ورسره وکړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وايي، دوی د اسلام اباد د ملاقات په اړه د طالبانو اعلان لیدلی دی خو په رسمي توګه یې
په دې خبرو کې دګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.
دا په داسې وخت کې ده چې یوه اونۍ وروسته به د امریکا او طالبانو استازي د فبرورۍ پر ۲۵مه په قطر کې لیده کاته کوي.
ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شپږو هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې پاکستان ته هم لاړ شي.
نوموړی به د دې تر څنګ بیلجیم ، جرمني ، ترکي ، قطر او افغانستان ته هم ځي.
هلته د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي که د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ناستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بینالافغاني خبرو اترو د پیل هڅه وي ښه ده او هرکلی ترې کوي، که نه نو د افغان حکومت له مخالفینو سره هر ډول تماس نهیوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په خیر نه دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د فبرورۍ پر ۱۴مه په دې اړه مشال راډیو ته وویل:
"که اړیکې په دې خاطر وي چې پر طالبانو د بینالافغاني خبرو په خاطر فشار راوړل شي او دې ته اماده کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، نو دا کولای شي یو منطق ولري، خو غیر له دې هر ډول اړیکه د افغانستان او سیمې له وضعیت سره مرسته نهشي کولای، بلکې ستونزې به لا زیاتې کړي."
په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي، خو هغه څه چې په دې برخه کې مهم ګڼل کېږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي چې لا تر اوسه نه دي پیل شوي.