د فبرورۍ پر شپږمه، په جنوب کې د افغان پوځ د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي د بلیک هاک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت په
ولسمشر غني لیکلي دي: "باور لري چې دا د هر حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د ټولو ولسي فعالیتونو ملاتړ وکړي".
امریکایانو موږ ته وویل چې د فبرورۍ له پیله واخله د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل تر پایه له افغانستانه خپل نیمايي سرتېري باسي. په افغانستان کې د پاتې
اې ایف پي خبري اژانس لیکي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې د کابل حکومت وړاندیزونه له پامه غورځولي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو طرفته کړل شوی دی.
په جلال اباد کې په لسګونو ولسي وګړو، مدني فعالانو او معذورانو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه يې پورته کړل.
په لومړي ځل طالب استازو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو په مسکو کې په یوه ناسته کې سره وکتل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې ورځې ناوخته د ټولنیزې میډیا له لارې په نړۍ کې پر پښتنو غړ کړی وو، چې د یاد غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژلو کیدلو په خلاف او د پي ټي اېم په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار، ډاکټر فضل محمود فضلي وايي د روس په پلازمېنې مسکو کې د طالبانو سره غونډه پرېکړه کوونکې ناسته نه ده. د هغه په وېنا له همدې کبله پکې د افغان حکومت پلاوی برخه نه لري.
د امریکا عسکري او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاته کېدو ټينګار کوي د هېواد ولسمشر یې وویل، له افغانستانه خپل عسکر باسي.
عمر داوودزي وايي،که چېرته امریکایي ځواکونه د مهالوېش له مخې ونه وځي، نو یوه تشه به رامنځته شي چې پرته له شکه به د وینو بهېدل ورسره زیات شي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانس د فبرورۍ پر پنځمه او شپږمه جوړېږي.
په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تر پخوا ډېرې توندې شوې دي او هم ورسره د افغانستان د عام ولس هیلې زیاتې شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته