د خوست یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې افغان حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو په یاد ولایت کې ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد حکومت په دې شرط د قطر په ناسته کې ګډون کوي چې طالبان ...
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ د دې ادارې امنيت شورا ته د فرورۍ په پنځلسمه لېږلي ليک کې د پاکستان حکومت له خوا طالبانو ته اسلام اباد ته د ورتګ په بلنه اندېښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې سوله د یو تجارت بڼه خپله کړې ده. روس خپل کوښښ کوي، قطر او پاکستان خپلې هڅې کوي. په پاکستان کې کیدونکې خبرې به په افغان حکومت او ولس منفي اغېز ولري
افغان حکومت وایي، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی او تمه ده چې سږ کال به د دغې پروژې د تطبیق چارې پیل شي.
دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي، چې د نورو اړخونو پر ځای دې د سولې لپاره افغان حکومت سره خبرو اترو ته تیار شي.
افغان طالبان وايي ، مرکچیان به یې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په اسلام اباد کې له امریکايي او پاکستانیو چارواکو سره د امن د خبرو اترو په لړ کې لیده کاته وکړي.
افغان طالبانو د امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره د ۱۴ کسيز پلاوي اعلان کړی دی. دې وسله والې ډلې نن (د فرورۍ په دولسمه) مطبوعاتو ته لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پلاوی به د قطر سياسي دفتر مرستيال مشر، عباس ستاکزي په مشرۍ د امريکايانو سره خبرې کوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو غوښتي چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونه دې ومني.
ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد سفر پرون یکشنبه د فبروري له لسمې پيل شو.
افغان ولسمشر وايي، که طالبان وغواړي نو دی حاضر دی چې په کابل، کندهار یا ننګرهار کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.
د ننګرهار د نوي والي په توګه د شاه محمود مياخېل د پېژندنې په دې غونډه کې چې نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته