پراګ - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره موافقه د سولې لپاره غواړي، نه د خپلو عسکرو د ايستلو په خاطر. نوموړي پرون [د فبرورۍ پر اتمه] په واشنګټن کې د امريکا د سولې په اداره کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.
زلمی خلیلزاد د ۲۰۱۸م کال په سېپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی معرفي شو. له هغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې په واشنګټن کې د خپل فعالیت په اړه په ځانګړې غونډه کې خبرې وکړې.
خليلزاد وويل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرې سمې نه دي تعبیر شوي، ځکه د دوی هڅې یوازې د عسکرو د ایستلو لپاره نه دي، بلکه غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه کړي.
"ما څو میاشتې مخکې دا دنده د دې لپاره واخیسته چې د افغانستان د سولې امکانات مطالعه کړم. زما هدف د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګټو خوندې کول، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د خطر مخنیوی او همدا راز د هغو پرمختګونو خوندې کول دي چې په افغانستان کې شوي دي. "
نوموړي زياته کړه چې هدف يې د امریکا پر اوږو د افغانستان د بار کمول دي.
" لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر سپارښتنه را ته کړې، زما هدف په افغانستان کې د سولې موافقه ده، نه د وتلو موافقه، ځکه د سولې موافقه به زموږ وتلو ته زمینه برابره کړي، خو موږ یوازې د وتلو په موافقې پسې نه ګرځو."
خلیلزاد وویل، له طالبانو سره یې په اصولو کې پر یوه هر اړخیزه اجنډا موافقه کړې چې پر دوو ټکو تمرکز لري، له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل. هغه وویل چې د مقابل لوري پر تشو ژمنو باور نه شي کولای، بلکې ضمانت غواړي چې بیا به له افغانستانه د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.
"حتی که پر دې دوو مسلو په خبرو کې بریالي هم شو، خو د سولې مو افقه به له دې پرته چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې یو پراخ پلان جوړ شي، ممکنه نه وي. د افغانستان جګړه باید پای ته ورسېږي، افغانان باید له یوه او بل سره پر مېز کېني او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي."
زلمي خلیلزاد د افغانستان د ولسمشرۍ را روان انتخابات مهم وبلل.
هغه وویل، هيله لري چې په افغانستان کې د سولې موافقه تر انتخاباتو مخکې وشي، څو طالبان هم په دې پروسه کې شامل شي.
"زما په نظر د سولې جوړجاړی چې څومره ژر وشي هغومره ښه دی. زه پوهېږم چې را روان انتخابات د سولې موافقه له جنجال سره مخامخ کوي، خو د افغانستان لپاره به ښه وي که تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي. موږ دا غوره ګڼو چې تر جولای مخکې موافقه وشي او طالبان هم دې پروسې ته راولو. "
نوموړي زياته کړه چې د سولې موافقه به د سوله ییزو انتخاباتو زمینه هم برابره کړي.
"تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقې ته کافي وخت لرو، خو که موافقه و هم نه شي، انتخابات به کېږي او موږ به هره هغه هڅه کوو چې له معتبرو ټاکنو سره مرسته وکړي."
هغه وویل چې دی ژر تر ژره اوربند غواړي، خو د هغه په وینا، دوی د یوې اوږدې پروسې په پیل کې دي. خو د ده په وينا طالبان د اوربند د موافقې په اړه زړه نا زړه دي، ځکه ښايي غواړي چې د سولې د موافقې لپاره په چنو کې ګټه وکړي.
د خلیلزاد په وینا، طالبان ښايي فکر کوي چې د اوربند په صورت کې به له حکومته زیاته ګټه ونه کړي او ګرانه به وي چې تر اوږده اوربند وروسته خپل وسله وال بیا راغونډ او د جګړې ډګر ته واستوي.
زلمي خلیلزاد د وينا پر مهال وويل چې د طالبانو لوړپوړی قومندان ملا عبدالغني برادر پاکستاني چارواکو د ده په غوښتنه خوشي کړی دی.
"پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول ندی لوبولی، خو دغه رول په دې وروستیو کې بدل شوی دی. د ملابردار خوشې کیدل زما په غوښتنه شوي ځکه فکر کوم چې هغه ډېر د سولې پلوی دی."
ملا برادر د پاکستان له زندان څخه په دې وروستیو کې له خوشي کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توگه ټاکل شوی دی خو د راپورونو سره سم نوموړی لا هم قطر ته نه دی رسېدلی او د پاکستاني چارواکو تر څار لاندې دی.
ښاغلي خلیلزاد وویل چې په افغانستان کې سوله د څو اړخونو څخه د پاکستان په گټه ده. هغه وویل چې په افغانستان کې د جگړې پای ته رسېدل به د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې کړي.
ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.