د امریکا عسکري او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاته کېدو ټينګار کوي د هېواد ولسمشر یې وویل، له افغانستانه خپل عسکر باسي.
عمر داوودزي وايي،که چېرته امریکایي ځواکونه د مهالوېش له مخې ونه وځي، نو یوه تشه به رامنځته شي چې پرته له شکه به د وینو بهېدل ورسره زیات شي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانس د فبرورۍ پر پنځمه او شپږمه جوړېږي.
په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تر پخوا ډېرې توندې شوې دي او هم ورسره د افغانستان د عام ولس هیلې زیاتې شوې دي.
د لوګر چارواکي وايي، چې په حکومتي پروژو کې به دا ډول مسلکي کسانو جذب ته لومړیتوب ورکړي او په نوې کال کې به یو شمیرولسوالیو کې همد حرفوي زده کړو دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۳۰مه بیان ښايي د افغان مشرانو اندېښنې د ارامه کولو په خاطر ورکړل شوی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړو په ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په برخه کې د امریکا هڅې د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې دی.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نوي زیږدیز کال له پیله د خوړو د نړېوالې ادارې له لوري میاشتنۍ مرستې بندې شوي، چې له دې کبله دوی د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د پاکستان حکومت د افغانستان د مشرقي ولایتونو هغو ۸۰۰ هغو زده ته تعليمي سکالرشيپونه ورکوي چې له ۱۲مو ټولګو فارغ شوي دي. په همدې موخه په ننګرهار کې پوهنتون کې د يکشنبې په ورځ ازموینه واخيستل شوه.
طالب سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې نن د جنورۍ په ۲۶مه هم دوام لري.
د لوګر ولایتي روغتون، چې دا مهال د سلو بسترو په ظرفیت فعالیت لري، روغتیايي خدمتونه يې له هغه اندازې څو برابره لږ دي، چې په یاد ولایت کې يې خلک ورته اړتیا لري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته