په دې ليست کې د حقاني نيټ ورک د وفات شوي مشر، جلال الدين حقاني زوی انس حقاني هم شامل کړل شوی دی. هغه دا وخت په کابل کې په جېل کې دی.
په همدې حال کې د افغانستان سولې لپار د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد له۱۰مې فبرورۍ څخه تر ۲۸مې فبرورۍ پورې په قطر کې د طالبانو سره تر خبرو سربېره په دې لړ کې نورو هېوادونو ته په سفر دی.
زلمی خليلزاد په دې لړ کې ځيني اروپايي هېوادونو ته هم ځي. نوموړي د فرورۍ پر ۱۱مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو د وتلو نه بلکې د سولې يوې هوکړې ته رسېدل دي.
هغه د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې له ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند د خپلو بحثونو په اړه ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلی چې د افغانانو خپلمنځني خبرې باید په چټکۍ سره لومړيتوب ومومي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرورۍ په لسمه د يوې مشورتي لويې جرګې راغوښتلو ويلي دي.
د افغانستان سولې عالي شورا وايي د دې کار هدف د ټولو سياستوال، قومي مشرانو، مېرمنو، ځوانانو او ديني عالمانو سره د د سولې مذاکراتو په اړه سلا مشوره کول دي.
د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ازادۍ راډيو ته د فبرورۍ پر ۱۱مه وويل چې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه د ولسمشر پرېکړه د سولې په برخه کې د ولسمشر پرېکنده دریځ ښيي او په دې اړه له خلکو سره مشورو ته لار هواروي.