د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان او طالبانو ملاقات به پر افغان سوله څه اغیز وکړي؟


طالبانو تر دې وړاندې په روسیه کې د افغان سیاسي شخصیتونو سره کتلي وو.
طالبانو تر دې وړاندې په روسیه کې د افغان سیاسي شخصیتونو سره کتلي وو.

پراګ- افغان طالبانو ویلي، د فبرورۍ پر ۱۸مه په پاکستان کې له امریکایي پلاوي سره وګوري او همدا راز له وزیراعظم عمران خان سره به هم ملاقات وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې طالبان به په پاکستان کې له امریکایي پلاوي سره خبرې وکړي.

د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ په تېرو اوو میاشتو کې د مذاکراتو زیاتره پړاونه په قطر او متحده عرب اماراتو کې شوي دي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې وویل، د پاکستان په رسمي بلنه په هغه هیواد کې له امریکایانو سره خبرې کوي او له وزیراعظم عمران خان سره هم ګوري.

شنونکی رحیم الله یوسفزی وایي، امریکا او افغان حکومت فکر کوي چې پاکستان په طالبانو زیات نفوذ لري او پاکستان هم دعوه کوي چې د سولې مذاکرات په پيل کولو کې هغوی مهم رول ترسره کړی دی نو ځکه امریکا هم غواړي چې د سولې د مذاکراتو پړاو په پاکستان کې وشي.

"دا یوازې د سولې خبرې نه دي د هغې ذمه واري اخیستل هم دي. امریکا کوښښ کوي چې پر پاکستان زیاته ذمه واري واچوي."

یوسفزی زیاتوي، په پاکستان کې د کیدونکو مذاکراتو مثبت اغېز به د فبرورۍ پر ۲۵مه په قطر کې کیدونکو خبرو اترو وشي."

هغه وایي، ښایي پاکستان طالبان له افغان حکومت سره خبرو او په اوربند کولو مجبور کړي.

د چارو یو بل پوهه سمیع یوسفزی وایي، په اسلام اباد کې خبرې نه یوازې پاکستان او امریکا غواړي بلکې سعودي عرب او متحده عرب امارات هم غواړي چې د مذاکراتو مرکز له قطر څخه پاکستان یا بل هیواد ته وباسي.

"په پاکستان کې له طالبانو سره خبرې کول پرمختګ دی خو دا یو خطرناک پرمختګ دی. که وګورو په افغانستان کې سوله د یو تجارت بڼه خپله کړې ده. روس خپل کوښښ کوي، قطر او پاکستان خپلې هڅې کوي. په پاکستان کې کیدونکې خبرې به په افغان حکومت او ولس منفي اغېز ولري"

سیمع یوسفزی وایي، د سراج حقاني او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخون د زوي ملا یعقوب ترڅنګ په پاکستان کې میشت طالبان هم په پاکستان کې له امریکایانو سره د خبرو کولو په حق کې دي.

طالب سرچینې ادعا کوي چې له امریکایانو سره یې له ۲۰۱۳ م راهیسې د مذاکراتو ۱۶ پړاونه ترسره کړي دي.

د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو سلسله وروسته له هغې تیزه شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

تراوسه د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ درې ځله مخامخ خبرې شوي دي.

په ترسره شویو خبرو کې د پرمختګونو ویل شوي خو لا هم دغه پرمختګونه په ډاګه شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG