د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د مخابراتي غلاوو ۱۱ دستګاوې ونیول شوې


امنیتي چارواکي وايي، چې د خوست ښار په یوه کور کې يې د مخابراتي غلاوو یوولس د سیم بکسونو دستګاوې او د بیلابیلو مخابراتي شبکو زرګونه سیم کارتونه نیولي دي.

چارواکي زیاتوي، د دې دستګاوو په واسطه له مختلفو مخابراتي شبکو څخه غلا کېده او پدې توګهخصوصي شرکتونو او ملي پانګې ته لکونه ډالر زیان رسیده.

پولیس په بیلابیلو جنايي او امنیتي قضیو کې د لاس لرلو په تور د څلور کسانو د نیول کېدو خبره هم وکړه.

د پنجشنبې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د پولیسو لخوا د نورو نیول شویو ماینونو، مرمیو او نشه يې توکو د ښودلو پر مهال مشال راډیو ته د نیول شویو سیم بکسونو د دستګاوو په باب وویل:

((پولیسو دمخابراتو ریاست د اتراء ادارې په همکارۍ سره یو کور کشف کړو، چې په هغې کې په زرګونه سیم کارتونه، یوولس د سیم بکسونو دستګاوې چې پدې کې د مختلفو مخابراتي شبکو سیم کارتونه ځای پر ځای کیږي او په لکونو ډالر دوی پدې واسطه د شبکو نه غلاوې کوي، پنځه پايې کمپیوټرونه، څلور د سولر تختې او اته دانې بطری کشف او ونیولې.))

خوست امنیه قوماندان زیاته کړه، چې پولیسو په د تېرې اونۍ په اوږدو کې یوه اندازه نشه يي مواد او چاودیدونکي توکي هم کشف او نیولي دي:

((پولیسو ۱۷ کیلو چرس، شپیته بوتله الکولي مشروبات نیولي دي، په حدود ۶۰ کړۍ ماینونه چې د شنډولو وړ نه وو، په مختلفو ساحو کې خنثی کړي او له منځه يې وړي دي، همداشان یوه د ډیسي مرمۍ، یوه د توپ مرمۍ، پنځلس کړۍ ماینوه د هغې د باروتو سره، چې د وطن دښمنانانو زموږ د خوست ښار او اړوندو سیمو کې يې ځای پر ځای کړي وو، کشف کړي او خنثی کړي دي.))

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، چې د یادو قضیو سره د تړاو په تور يې څلور کسان نیولي چې تر پوښتنو، ګرویږنو لاندې دي:

((په مجموع کې نیول شوي کسان یو نفر د مخابراتي دستګاوو په تړاو دی، یو نفر د چرسو په تړاو دی او دوه نفره د تروریستي کړنو په ارتباط دي.))

د خوست امنیتي چارواکو رسنیو ته د ځنو لاسته راوړنو د ښودنو تر څنګ یو عراده سراچه موټر چې د وسلوالو غلو لخوا له تښتول کیدو وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی وو، خپل اصلي مالک ته وسپاره.

ډریور د ده څخه د موټر د تښتول کیدو په باب وویل:

((زه سیدمیر خان د شمل پیرانو اوسیدونکی یم، پدې ورځ چې دا حادثه جوړیده، زه په موټر کې ګوډاښارې ته د تره د مریضی د پوښتنې لپاره ور روان وم، نو د ترجمان د کور خواته ما ته رامخته شول، څلور کسان ول او سراچه موټر ورسره وو، پولیسو نه مننه چې په هماغه وخت يې موږ ته ځان راورساوه، تقریباً په درې پاوه وخت کې موږ خپل موټر ګیر کړ.))

د خوست امنیه قوماندان یو ځل بیا د رسنیو له لارې له خلکو وغوښتل چې د امنیتي او جنايي پيښو په مخنیوي کې امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري ډېره کړي، تر څو د دې متقابلې همکارۍ په نتیجه کې د خلکو ژوند او مال نور هم خوندي او ډاډمن شي.

XS
SM
MD
LG