د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د پېټرول پمپونو مالکان وايي زیاتو ټېکسونو يې کاروبار اغېزمن کړی


په پېښور کې د پېټرول پمپونو مالکانو د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې په دفتر کې یوه غونډه کړې-
په پېښور کې د پېټرول پمپونو مالکانو د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې په دفتر کې یوه غونډه کړې-

د خیبر پښتونخوا د پېټرولو د پمپونو مالکان وایي چې د حکومت لخوا د ټیکسونو زیاتوالي یې کاروبار ته تاوان رسولی دی.


د صوبې د پېټرول پمپونو د مالکانو اتحاديې (پېټرولیم ډيلرز اېسوسي ايشن) مشر عبدالماجد مشال راډیو ته د مې پر نهمه وویل چې د صوبې په هره ضلع کې انتظامیه د دوی پر پمپونو چاپې وهي، نرخونه یې ګوري او ورباندې لویې جرمانې لګوي. نوموړی زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې يې پمپونه تړل شوې دي چې له کبله يې کاروبار ته سخت زیان رسېدلی دی.

عبدالماجد وايي چې حکومت باید د هغو غیر قانوني پمپونو خلاف کاروایي وکړي چې په غلا غېر معیاري پېټرول یا ډیزل خرڅوي. د ده په خبره، د صوبې په مختلفو سیمو کې د غیر معیاري پېټرولو واړه دکانونه خلاص شوې دي چې په ارزانه نرخ تېل خرڅوي چې له امله د دوی پر پمپونو هم چاپې وهل کېږي.

د دې اتحادیې جنرل سېکريټري ګل نواز اپریدی مشال راډیو ته وویل چې دوی د صوبې د سوادګرۍ له خونې چېمبر اف کامرس له مشرانو څخه هم غوښتنه کړې ده چې دغه مسله دې هواره کړي او له حکومت سره دې پرې خبرې وکړي.

په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پېټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د صوبې د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس په دفتر کې د مې پر نهمه نېټه یوه غونډه وکړه چې پکې یې دغه ستونزه بحث کړه. د سوداګرۍ د خونې يوه غړي مقصود انور د صوبې د پېټرول پمپونو مالکانو ته باور ورکړ چې دوی به ډېر ژر دغه مسله له صوبایي حکومت سره راپورته کوي.


د خیبر پښتونخوا حکومت په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پېټرول پمپونو مالکان وایي چې که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د مې پر ۱۶مه به د صوبې شاوخوا ۱،۲۰۰ پېټرول پمپونه د احتجاج په توګه وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شرطونو د پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG