د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې اداري فساد ملي اقتصاد زیانمن کړی


په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې مشران وايي، که څه هم د افغان حکومت رهبري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اراده لري او دې کار لپاره يې په لوړه کچه ځنې اقدامات کړي، خو لا هم پدې برخه کې ستونځې موجودې دي او ملي اقتصاد ته يې درنه ضربه ورکړې ده.

دوی زیاتوي تر اوسه د افغانستان طبعي زیرمې او معدنونه په غیر قانوني توګه استخراجیږي، د مالیاتو د راټولو لپاره یو ښه سیستم نشته او په ورته توګه په نورو برخو کې هم د پام وړ عواید ضایع کیږي.

د سې شنبې په ورځ په خوست کې د روڼتیا او حساب ورکوونې پیاوړتیا په یو ورځنۍ پوهنغونډه کې ، چې د یوناما په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شوې وه، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د شبکې مشر خان زمان امرخېل مشال راډيو ته د یادې موضوع د څرګندولو تر څنګ وویل، افغان حکومت خلکو ته د خدمتونو په عرضه کولو کې د لازمو اسانیتاوو د برابرولو لپاره پوره اقدامات ندي کړي.

خان زمان امرخېل زیاتوي:

((که موږ اداري فساد په افغانستان کې په لوړه او ټيټه کچه ورازوو، نو وینو چې هم په لوړه کچه لوړ دی او هم په ټیټه کچه ډېر لوړ دی، په ټیټه کچه زموږ حکومت داسې اقدامات ندی کړي چې خلکو ته په خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، دې کې شک نتشه چې د حکومت رهبري قوي اراده لري او پدې اړه ځنې اقدامات شوي دي، دا هغه مسایل دي چې زموږ اقتصاد يې د لوړې ضربې سره مخامخ کړی دی.))

ښاغلی امرخېل زیاتوي دې کار لپاره په اول ګام کې عامه پوهاوی او په دویم قدم کې که حکومت پدې برخه کې کوتاهي کوي، نو د بدلونونو د رامنځته کولو لپاره داد خواهي او عدالت غوښتنه ضروري ده.

بلخوا د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني که څه هم په حکومتوالی کې ستونځې او نیمګړتیاوې مني، خو زیاتوي چې ډېر کار ته ضرورت دی، تر څو سیستمونه ورغول شي، تقویه شي، په اقتدار کې د ولس حقیقي ونډه پیدا شي او رضایت يې حاصل شي.

د خوست مرستیال والي زیاتوي:

((د افغانستان د اوسني نظام دیارلس کاله وتلي دي، دیارلس کاله هغه عمر ندی چې نظام د ولس ټولو غوښتنو ته رسیده ګي وکولای شي، بنا ءً نور کار ته ضرورت لري، تر څو موږ سیستومونه ورغوو، تقویه يې کړو او ولس په اقتدار کې شریک شي.))

په افغانستان کې د اداري فساد که له یوې خوا د ښې حکومتوالی په مخکې ستونځې جوړې کړي، بل لوري ته د نړیوالو مرستندویانو د کمکونو د دوام یو اساسي شرط هم دادی، چې افغان حکومت باید تر بل هر وخت ډېر د اداري فساد پر ضد پرېکنده مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه کمال الدین ځدراڼ وايي، د نړیوالې ټولنې په ملیاردونو مرستې د دې هېواد د زیربنا د تقویې لپاره اساسي کار ندی شوی او د مرسته شویو پیسو یوه ستره برخه هم ضایع شوې ده.

کمال الدین ځدراڼ زیاتوي:

((دا پنځلس کاله کیږي، چې د نړۍ د مهمو غربي هېوادونو بودجه راروانه ده، په ملیاردونو ډالر راغلي دي، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په بیا جوړونه کې تر دې ډېرې کمې پیسې مصرف شوي دي، دا پیسې مصرف شوي، زموږ بندونه په کوم حال کې دي، حال دا چې د هېواد اوبه مو ۲۲۰ میلیونه خلکو ته ډوډۍ ورکولای شي، تر هغه چې موږ تولیدي هېواد نشو او زیربناوې مو جوړې نشي، په معدنیاتو کار ونشي، زه پدې عقیده یم چې د دې ملک جوړول پدې شکل امکان پذیره نده، اوس خو به سلګونه ملیارده راغلي وي، که لس چنده يې هم راشي، نو دا به بیا سره ورکې وي او حساب به يې مالوم نه وي.))

د یادونې وړ ده په وروستیو کلونو کې د حکومتي ادارو لخوا ولس او مدني ټولنو ته د حساب ورکوونې کلني پروګرامونه جوړیږي، خو کتونکي وايي چې د دا ډول پروګرامونو اغېز ځکه ډېر نه محسوسیږي، چې ولس یواځې رپوټ اوري او د حکومتي ادارو ډیری مسایل دوی ته ندي څرګند.

XS
SM
MD
LG