د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د باروړونکو لاریو احتجاج دوام لري


په ننګرهار کې د باروړونکي لاريو د اتحاديې احتجاج نن په پينځمه ورځ هم دوام لري. د باروړونکو لاریو مالکان او ډریوران وايي چې د دوی احتجاج به تر هغې دوام وکړي څو پورې چې يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې د همدې ستونزې د حل په موخه د کورنیو چارو له وزارت څخه يو با صلاحیته پلاوی ننګرهار ته راغلی او تمه څرګندوي چې د باروړونکو لاريو د اتجادې ستونزې په اوارې شي.

د باروړونکو لاريو د اتحاديي ډریوران وايي چې دوی پر تورخم سربيرهد ننګرهار په بیلابیلو ځایونو کې خپلې لارۍ دورلي دي او تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکړي، څو پورې يې چې دولت ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلي.

(( حاجی خسین خبرې کوم، چې زموږ يو ګاډي د جلال اباد نه حرکت کوي تر مزاره پورې يا پيښور پورې، څه پیسې چې موږ ته پاتې کيږي، لس زره، شل زره یا هم پنځوس زره، هغه په غیر قانوني توګه له موږ څخه په پاټکونو کې اخيستل کيږي. په دريو میاشتو کې له موږ نه د روډ پآس په سر له لسو زرو څخه تر شلو زرو پورې روپۍ اخيستل کيږي، روډپاسونه باید د يوه کال لپاره ورکړل شي.))


(( محمد علیم یم. له تورخم نه چې ووځو شپږ زره او دوه نیم سوه روپۍ له موږ نه د علم خبر اخیستل کيږي. د خاک پولي په نوم پیسې اخيستل کيږي خو دا معلومه نه ده چې د دولت خزانې ته رسيږي او که نه رسيږي، خو کله چې کانټې یا تلې ته راځو موږ د دې خبرې شاهدان لرو چې سل ټنه هم تير شوی، اتیا ټنه هم تير شوی خو موږ چې ۳۷ ټنه قانوني بار کړي وي راته ویل کيږي چې هلته لارۍ ودروه، خو چې په سل ټنو ۹۰۰۰ روپۍ ورکړي هغوي ته هيڅ مشکل نه پيدا کوي.))


د عبدالرحمن عرب په نوم یو ډريور وايي چې له تورخم نه تر مزار شريف پورې ترينه په بیلابیلو ځایونو کې غیر قانوني پيسي هم اخيستل کيږي.

(( له تورځم نه تر مزاره پورې چې هر ترانسپورټ ته ودريږو، هلته ټرافیک او پوليس هم ولاړ وي، که ترانسپورټ ۱۰۰۰ روپې واخیستلې نو ۵۰۰ سوه ټرافیک غواړي او ۲۰۰ پولیس غواړي. چور يې نښلولی دی.
او که د يوه ګاډي قیمت لس لکه روپۍ وي، پینځلس لکه يې د جواز سیر باقیداري ورپسې اچولي وي، دا پیسې موږ له موږ ځایه کړو؟))

بلخوا د

ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼی
ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼی

وايي چې د کورنيو چارو لهوزارت څخه د باروړونکو لاريو د اتحادیي د ستونزو د اوارولو په موخه يو باصلاحته پلاوی ننګرهار راغلی او تمه څرګندوي چې د باروړونکو لاريو د ډریورانو او مالکانو ستونزو ته به د پای ټکی کيږدي.

(( د باروړونکو موټر د احتجاج له امله هره ورځ د ننګرهار ادارې ته تر اویا میلیونو افغانيو پورې نقصان رسيږي، نن سهار د کورنيو چارو وزارت څخه یو باصلاحیته پلاوی راغلی دی. دوی به د احتجاج کوونکو سره له نيږدې نه وګوري، او موږ هیله من یو چې احتجاج پای ته ورسيږي او باروړونکي لارۍ تګ راتګ پيل کړي.))

خو د باروړونکو لاریو ډریوارن او مالکان وايي چې تر هغې چې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی، دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG