د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسي جرګې غړي معلم میرولي پر کور برید اته تنه وژلي


یوې باوري امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل، حمله په خوشحال مېنه کې په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور شوې ده.

د میرولي د کورنۍ یوه غړي په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې چې د هغه دوه لمسیان، یو یې وراره، دوه‌ یې ساتونکي او دوه عام وګړي شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې ولسي جرګه کې د یوه بل غړي عبیدالله بارکزي زوی حفیظ بارکزی هم په دغې پېښه کې وژل شوی او د میرولي په ګډون د هغه د کورنۍ یوه ښځه او پنځه مېلمانه په ټپیانو کې شامل دي.

د راپورونو له مخې په خپله میرولي د کړکیو او ښیښو د ماتېدو له امله ټپي شوی دی.

ولیس وایي، درې وسله‌والو انتحاریانو د معلم میرولي پر کور برید کړی و.

له حملې سمدستي وروسته کومانډو ځواک د میرولي کور ته ورسېد او له وسله‌والو حمله کوونکو سره‌یې نښته پیل کړه چې ټول حمله کوونکي وژل شوي او جګړه پای ته رسېدلې.

وسله‎والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG