د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان هنرمندان او نرښځیان: پاکستان دې مو په زوره افغانستان ته نه ستنوي


پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسې د بې اسناده افغان کډوالو ايستل پیل کړي دي. پخوانی انځور
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسې د بې اسناده افغان کډوالو ايستل پیل کړي دي. پخوانی انځور

په پېښور کې مېشتو ځینو افغان هنرمندانو او نرښځیانو په دوو جلا، جلا درخواستونو کې له پېښور های کورټ څخه غوښتي چې دوی دې په زوره افغانستان ته نه ستنول کېږي.


په پېښور های کورټ کې د افغان هنر مندانو او نرښځیانو د دغو غوښتنلیکونو په اړه اورېدنه د مې پر اتمه ترسره شوه، چې پکې هنرمندانو او نرښځیانو خپلې مسلې عدالت ته وړاندې کړې.

د حوریا په نوم د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکي نرښځي له اورېدنې وروسته مشال راډیو ته وویل، چې دوی ځکه په عدالت کې درخواست جمع کړی دی چې په افغانستان کې يې ژوند ته خطر دی او نه غواړي چې د خطر په حال کې ستانه شي.

د نوموړي وینا وه چې باید هنر مندان او نرښځیان په زوره له پاکستانه ونه ایستل شي.

"پولیس باید پر موږ تشدد ونه کړي، نه دې موږ په زوره نیسي، او نه پر دې چې موږ ولې دلته اوسېږو. په افغانستان کې د ښځو ژوند خوندي نه دی نو د نرښځیانو به څنګه خوندي وي."

حوریا دا هم وویل چې دا پخپله داسې ۴۶ نرښځیان پېژني، چې په پاکستان کې اوسېږي او دا مهال د بېرته ستنېدو له وېرې سره مخامخ دي.

بلخوا په پېښور های کورټ کې د دغو افغان هنر مندانو او نرښځیانو وکیل ممتاز احمد د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دغو هنرمندانو او نرښځیانو د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) سره هم خپل نومونه لیکلي دي او غوښتنه ورڅخه کوی چې دوی دی په زوره له پاکستانه نه ايستل کېږي.

ممتاز احمد دا هم وویل چې شاوخوا ۱۴۷ هنرمندانو او خبریالانو په خپل درخواست کې له عدالته غوښتي چې که په زوره ستانه کړل شول نو ژوند ته یې ګواښ پېښېدای شي. د پېښور های کورټ ته په جمع کړل شوي یو بل درخواست کې ۱۷ نرښځیانو هم ورته غوښتنه کړې ده.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان پوځ وياند د مې پر اوومه د خبرې غونډې پر مهال ويلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسناده کډوالو د ايستلو تر اعلان وروسته تر دې دمه ۵۶۳،۶۳۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو لا هم سلګونه زره په پاکستان کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر سازمانونو نيوکې کړې وې.

البته د پاکستان حکومت د راجسټرډ شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده. دا فيصله د اپريل پر ۲۶مه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مرکزي کابيني په غونډه کې وشوه. له غونډې وروسته د خپور شوي يو بيان ترمخه دا توسيع د قبایلو او د سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په وړانديز شوې ده.

XS
SM
MD
LG