د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د طالب مشرانو شپږ کورنۍ هلمند ته کډه شوې'


د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په دا وروستیو کې یوشمېر طالب مشران له خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته ورستانه شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د سولې په اړه‌يې د ۱۰ ولایتونو د قومي مشرانو دیني عالمانو او مخورو یوې لویې غونډې ته خبرې کولې وویل چې شپږ طالب مشران چې مخکې د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېدل په دې وروستیو کې د خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته راستانه شوي دي.

"پنځه-شپږ مشران له خپلو کورنیو سره هلمند ته راغلي په دې نوې هفته کې نورو مشرانو هم غوښتل چې هلمند ته راشي خو د پاکستان حکومت نیولي او زندان ته‌يې اچولي کورنۍ يې همداسې بې‌سرنوشته ګرځي."

امنیه قوماندان له طالبانو وغوښتل چې پر بهرنیو دې تکیه نه‌ کوي، بلکې د ولس په غوښتنه دې له حکومت سره د سولې لپاره مشترکه ژبه پیدا کړي او روان ناورین ته دې د پای ټکی کېږدي.

نوموړي وویل چې د هېواد روانه جګړه کې پخوا یوازې پاکستان مداخله کوله خو اوس نورو هېوادونو هم لاسوهنې پیل کړي.

امنیه قوماندان له روسيې سره د طالبانو پر تازه اړیکو اندېښنه وښودله او ویې‌ ویل چې دا لوی پېغور او د هېواد د بربادۍ یوه بله پیلامه ده.

د کندهار امنیه قوماندان پر سولې د ټينګار ترڅنګ وویل، يوه داسې سیمه دې مشخصه شي چې امن وي او هلته طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای پکې ژوند وکړای شي او له هغه ځایه له حکومت سره روغه جوړه وکړي.

د سولې او ملي پخلاينې د دې غونډې نورو برخه‎والو هم خبرې وکړې.

د غونډې په وروستي کې يو پرېکړه‎ليک هم ولوستل شو چې په هېواد کې د شریعت سره د مخالفو قوانینو د لغوه کېدو، د بهرنیانو د مداخلې د مخنیوي، د ښې حکومتوالۍ او متوازن انکشاف وده، د واک د انحصاري فرهنګ ختمول، د مخالفینو سره د خبرو مشخص ادرس موندل، د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو حل او د سولې د خبرو لپاره د اجرائیه کمېټو جوړول شامل وو.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG