د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو مشهور شاعر اکمل لېونی ومړ


'خدایه ما جوړ کړې'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00

له اکمل لېوني سره د مشال مرکه چې په ۲۰۱۴ز کال کې شوې وه.

د پښتو مشهوره شاعر اکمل لېونی د شاوخوا ۷۸ کلونو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د نوموړي لمسي محمد انور مشال راډيو ته وویل چې اکمل لېونی نن (مې نهمه) مړ شو. د ده په خبره، نيکه يې لومړۍ فالج وهلی وو او وروسته د پښتورګو (بډوګو) ناروغي ورپېښه شوه.

اکمل لېونی مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي ول چې په ۱۹۴۶ز کال کې د مردان د کاټلنګ په شمشوزو کلي کې زېږېدلی وو.

د پښتو ليکوالانو او سياستوالانو د هغه پر مړينه خفګان ښوولی دی. د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر اېکس پاڼه ليکلي،"اکمل لېونی تل د قام د یووالي، خوشالۍ او سوکالۍ سندرې ليکلې دي. نن اکمل [صاحب] له موږه جدا شو خو د هغه ليکل شوي ټول لفظونه او د هغه هڅې به پښتون قام تل ياد ساتي."

شاعر ممتاز اورکزي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې اکمل لېونی مړ نه دی بلکې کتابونه به ماتم کوي او "زه په دې درانه غم او ماتم کې له کتابونو سره شریک یم."

اکمل لېونی چې کله په صحت روغ وو نو په زیاتره مشاعرو، ادبي مېلو او غونډو کې به يې ګډون کاوه چې پکې به يې نه يوازې خپل شعرونه اورول بلکې کتابونه به يې هم خرڅول.

د کتابونو بنجاره، شاعر اکمل ليوني سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اکمل لېونی ماشوم وو چې پلار يې وفات شو چې له کبله يې زدکړې ونکړای شوې او مزدوري يې پیل کړه. هغه به له نېږدې غره څخه لرګي راوړل او په بازار کې به يې خرڅول.

اکمل به له ماشوموالي څخه شعرونه ليکل نو چې به يې چاته اورول نو خلکو به ليونی باله او له همدې وجې يې نوم اکمل لېونی شو.

نوموړي وروسته ليک لوست زده کړ او بیا يې څو شعري کتابونه چاپ کړل. هغه ته ملګري "د کتابونو بنجاره" هم وايي ځکه چې سياسي جلسو او ادبي ناستو ته کتابونه وړل او خرڅول.

XS
SM
MD
LG